د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری؛ له بېړنیو مرستو پرته، افغانستان انساني ناورین سره مخ کېږي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي، چې له غذایي ناامنۍ سره مبارزه د اوږدمهاله برنامو، کرنیز سکتور ودې، اوبو مدیریت، د اقتصادي زېربناوو پیاوړي کول، د اقلیمي بدلونو پر وړاندې مبارزې او کاري فرصتونو برابرولو له لارې د نړۍوالې ټولنې اوږدمهاله مشارکت او ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلی حبیب زیاتوي، چې د سرچینو مدیریت، له کورنیو تولیداتو ملاتړ، د کروندګرو ملاتړ او د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ د دغه وزارت له لومړیتوبونو دي.

د اقتصاد وزارت ویاند آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «د خوړو خوندیتوب سره مبارزه د کرنې او مالدارۍ سکتور پراختیا، د اوبو سرچینو مدیریت، اقتصادي زیربنا ښه کولو، د اقلیم بدلون سره مبارزه، او د کار فرصتونو رامینځته کولو لپاره اوږدمهاله پروګرامونو کې د نړیوالې ټولنې ګډون او ملاتړ ته اړتیا لري.»

بل‌خوا د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرست له فرانسې خبري آژانس سره خبرو کې له مرسته کوونکو غوښتي، څو له افغانستان سره، چې د هغه په باور په نړۍ کې له بشري بحران سره مخ دویم هېواد دی، ملاتړ وکړي او زیاته کړې یې ده، چې د مالي مرستو نه برابرېدو په صورت کې، نشي کولی افغانستان کې د اړمنو لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام رییسې موتینتا چیموکا په دې اړه زیاته کړې: «د مالي مرستو نه برابرېدو په صورت کې به، نور افغانستان کې له اړمنو کسانو ملاتړ ونشي، په دې سره هغوی څنګه ژوندي پاتې شي؟»

د اقتصادي چارو کارپوه احمد فردوس بهګزین په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې داسې لیدلوی لري: « موږ باید نړۍ قانع کړو چې د بشري مرستو په برخه کې ډېر فعال وي او له دې ستونزمن حالت څخه ووځي. موږ باید په زیربناوو کار وکړو، فابریکې فعالې کړو، او د کارموندنې کچه لوړه کړو ترڅو خپلې لوړې کچې ته ورسیږو.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي عبدالنصیر رشتیا د نړۍوالو اقتصادي مرستو د جذب په پار داسې لیدلوری لري:«د افغانستان اسلامي امارت باید په نړۍ کې د خپلو سیاسي ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي، تر څو یو ځل بیا نړۍ له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په برخه کې همکاري وکړي، او اسلامي امارت باید خپل ستراتیژیک اقتصادي پلانونه ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د افغانستان د نفوس یو پر درې د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري او زیاته کړې یې وه، چې ۳.۱ میلیون کسان له قحطۍ سره د مخامخ کېدو په درشل کې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد