د بهرنیو مرستو کمښت؛ د راستنېدونکو او سېلاب‌ځپلو پر وړاندې ستره ننګونه

د بهرنیو مرستو کمښت؛ د راستنېدونکو او سېلاب‌ځپلو پر وړاندې ستره ننګونه

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري، د اقتصاد وزارت اعلان کړی چې د ځینو مرستندویه بنسټونو د مالي سرچینو کمښت، په ځانګړي ډول  طبیعي پېښو ته د رسېدنې او د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ په برخو کې، د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان تر ډېره بشري مرستو ته اړتیا لري او ټینګار کوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د محدودیتونو لرې کول، د بشري مرستو دوام او د پراختیایي همکاریو زیاتوالی، چې په هېواد کې د کاري فرصتونو په برابرولو او اقتصادي وده کې مهم رول لري، بنسټیز ارزښت لري.

دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د  ۲۰۲۵ کال په راپور کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو په برخه کې ۷۳.۴ میلیونه ډالر ځانګړي شوي او په دې موده کې ۳.۵ میلیونه کسانو ته مرسته رسېدلې ده. د دې بنسټ د راپور له مخې، ۵۳ سلنه ترلاسه کوونکي چې ۱.۹ میلیونه تنه کېږي ښځې او نجونې دي.

د اوچا راپور په یوه برخه کې راغلي دي: «په ۲۰۲۵ کال کې، د افغانستان د بشري مرستو صندوق د اتو موخو لپاره، ۷۳.۵ میلیونه ډالر پر وخت او په سنجول شوي ډول د ناڅاپي پېښو او پرله‌پسې بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړي کړل.»

له دې سره‌ هم‌مهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې بشري مرستې که څه هم په سختو حالاتو کې ګټورې دي، خو د ستونزو د حل دایمي لاره نه ده. د دوی په وینا، بې‌وزلي او وزګاري هغه وخت کابو کېدای شي، چې د کار، پانګونې او ثابت عاید فرصتونه برابر شي.

مطالب بیشتر:  افغانستان کې د سرو زرو نرخونه؛ نن سه‌شنبه، مرغومې ۹مه، ۱۴۰۴ | کابل – هرات

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې، د شریکانو په مرسته افغانستان کې شاوخوا ۱۶.۴ میلیونه کسان د دغه بنسټ له مرستو برخمن شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *