د بشري مرستو ګټې او زیانونه؛ د بڼې بدلون یې د هېواد پر اقتصادي وده څومره اغېز کولی شي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت بیاځلي واکمنۍ راهیسې، سره له دې چې افغانستان له اقتصادي فشارونو سره مخ او د هېواد بانکي شتمنۍ د امریکا له لوري کنګل شوې دي، خو اسلامي امارت د تېرو نږدې څلورو کلونو په موده کې توانېدلی له بهرنیو مرستو پرته، د دولتي کارکوونکو د تنخواوو پر ورکړې سربېره، د هېواد په ګوټ ګوټ کې سترې اقتصادي پروژې هم پلې کړي.

وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د نړۍ پر ۱۲ هېوادونو بشري مرستې هم بندې کړې، چې د نړۍوالو بنسټونو د مسوولینو په وینا، دې چارې په لرې پرتو سیمو کې د بشري مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی او تر ډېره ترې ماشومان او مېرمنې اغېزمن شوي دي. د امریکا متحده ایالتونو ادعا دا وه، چې ګواکې دې مرستو ته اسلامي امارت لاسرسی لري، خو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف منصور په ځلونو دا ادعاوې رد کړې او په خبره یې، اسلامي امارت یوازې د بهرنیو مرستو څارنه کړې ده.

سره له دې چې اسلامي امارت د تېرو نږدې څلورو کلونو پر مهال تل ټینګار کړی، چې د بشري مرستو بڼه دې پراختیایي مرستو ته واړول شي، خو نړۍوالو تر دې دمه د اسلامي امارت د دې غوښتنې په اړه غوږ نه دی ګرولی. تازه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیال او د دغه سازمان د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) له عمومي رییس سره لیدنه کې له ګاونډيو هيوادونو د راستنېدونکو هيوادوالو، اقليمي بدلون ناوړو اغېزو، مخدره موادو سره مبارزې، کروندګرو ته د بديل معيشت برابرولو او د معتادينو د درملنې ترڅنګ؛ د نړۍوالو بشري مرستو د بڼې بدلولو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د عامې اړیکو رییس ضیاء احمد تکل وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې افغانستان له کلونو جګړو او نا امنیو را وتلی، خو لا هم بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.

ضیاء احمد تکل په دې اړه زیاته کړې: «له لسيزو جګړو، بې امنيتۍ، مخدره موادو او د جګړې د نورو ناوړو اغېزو له ختمونې وروسته د افغانستان اسلامي امارت کلک هوډ لري چې هيواد په بېلابېلو ډګرونو کې پر خپلو پښو ودروي او د افغانستان خلک بشري مرستو ته اړتيا څخه خلاص شي. خو څرنګه چې دغه تحول وخت څه اړتيا لري لا هم بهرنيو مرستو ته اړتيا شته، او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان د خلکو لاسنيوي ته ادامه ورکړل شي، مرستې د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګول شي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې، او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبت اغېز ولري.»

ښاغلی تکل زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال او د اوچا عمومي رییس ټام فلیچر وویل، چې ملګري ملتونه هڅه کوي څو د افغانستان له خلکو سره مرستې د هغوی د اړتیاوو پر بنسټ تنظیم کړي او ټینګار یې کړی چې په سیمه‌ییزو پروژو کې پرېکړې دې، د همغې سیمې خلکو ته پرېښودل شي. ښاغلي فلیچر همداراز له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو عادي کېدو په برخه کې هم د همکارۍ ټټر وهلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس د خپلو خبرو په دوام ویلي: « ټام فليچر، د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړيکو د عادي کېدلو، امنيت، سيمه‌ييز ثبات، اقليمي بدلون، له مخدره موادو سره مبارزې، او نورو برخو کې د ګډو اهدافو له پاره کار کوي او زياته يې کړه چې له دې وروسته به د مرستو د تطبيق په برخه کې اصلي پرېکړه کوونکي ځايي خلک او د مرستو ترلاسه کوونکي وي.»

دا چې د اسلامي امارت مشران تل په دې ټینګار کوي، چې د نړۍوالو مرستو بڼه دې له بشري پراختیایي ته بدله شي، اوس پوښتنه دا ده، چې دا بدلون به د افغانستان پر اقتصاد څه اغیز ولري؟

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود  آفاق خبري آژانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: «که افغانستان سره مرستې د پانګونې په بڼه وشي، کېدای شي د هېواد په اقتصادي وده کې مرسته وکړي او دا کولی شي د خوړو خوندیتوب رامنځته او د بې‌وزلۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ګټور تمام شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالظهور مدبر بیا د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «هرکله چې بهرنۍ مرستې مستهلک او مولد اقتصاد ته ځانګړې شي، په اوږدمهال کې د هېواد د اقتصاد په ګټه دي؛ ځکه ارزښت یې زیاتېږي او په راتلونکي کې د عاید تولید په سرچینه بدلېږي او موږ کولی شو له خپلو سرچینو په ښه توګه ګټه پورته کړو.»

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال میلیاردونه ډالر راغلل، خو په خبره یې، دا پیسې په بنسټیزو پروژو ونه لګول شوې او یوازې د څو محدودو کسانو لاسونو ته ولوېدې. د دوی په باور، که دا پیسې د افغانستان په بیارغونه او همداراز بنسټیزو پروژو لګول شوې وای، نن به د افغانستان اقتصاد تر ډېره په پښو ولاړ او د وزګارۍ کچه به کابو شوې وه. د چارو شنونکي باور لري، چې که بشري مرستې په پراختیایي مرستو بدلې شي، نه یوازې چې د هېواد اقتصاد به ورسره وده وکړي، بلکې زرګونه وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د دې مرستو بله ستره ننګونه دا ده، چې هېوادوال به راتلونکي کې د کار کولو پر ځای، د همدې مرستو په تمه وي.

دوی ټینګار کوي، چې امریکا او ملګرو یې د تېر ۲۰ کلن حضور پر مهال په قصدي توګه نه غوښتل افغانستان کې دا ډول پروژې پلې کړي؛ ځکه دوی د افغانستان اقتصادي وده نه غواړي او تل هڅه کوي، چې موږ پر خپلو مرستو متکي وساتي او په همدې توګه د افغانستان له خاورې په استفادې د سیمې په کچه خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد