د بدیلو لارو موندلو هڅې؛ چابهار د کابل او ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ غوره انتخاب

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په نوي ډیلي کې د خپلې وینا پر مهال د هېواد شتمنیو کنګل پاتي کیدو ته په اشارې وویل، چې امریکا لا هم د هېواد ۹ میلیارده بانکي شتمنۍ نه دې ازادې کړي. ښاغلي عزیزي چابهار بندر ته په اشارې وايي، هر کله چې افغانستان د سوداګرۍ لپاره نوې لاره پیدا کوي، د نړۍ هیوادونه پر بندیزونه وضع کوي. هغه ټینګار وکړ، چې چابهار بندر باد له بندیزونو معافیت ولري. هغه وویل، چې د افغانستان سک او هندو وګړي دې بېرته هیواد ته رواګرځي او د هېواد په پرمختګ کې دې خپله ونډه ادا کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم‌زی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «افغانستان په عمده توګه په وچه کې پروت هېواد دی او سمندر ته لاسرسی نه لري؛ له همدې امله اړتیا لري چې د چابهار بندر له لارې ځان ته ګرمو او آزادو اوبو ته ورسوي. له همدې لارې کولی شي د ایران بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او همدارنګه د هند بازارونو ته لار ومومي. په دې ترڅ کې زمینه برابریږي چې د افغانستان ډیری اړتیاوې له همدې هېوادونو پوره شي او په ټوله کې، د اړیکو پراختیا او د سوداګرۍ ودې لپاره یو مناسب بنسټ رامنځته شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته د خپل سفر په لړ کې د دې هېواد د سوداګرۍ له وزیر سره لیدلي دي، په لیدنه کې دواړه لورو د اقتصادي همکاریو په پراختیا، د پانګه، ونې پر جلب او د نوي فرصتونو په رامنځته کولو خبرې کړي دي.

له چابهار بندره اغیزمنه استفاده، نیمروز کې د وچو بندرونو جوړول، نواشوا بندر کې د صادراتو او وارداتو اسانتیاوې او د کښتیو لپاره د منظمو خطونو جوړول د دې خبرو مهم موضوعات وو. همداراز په لیدنه کې دواړه لورو افغان سوداګرو ته د ویزو په اسانتیا، د درملو جوړولو، میوې، سړو خونو، صنعتي پارکونو برخه کې پر ګډې پانګه‌ونې ټینګار کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخند زاده عبدالسلام جواد په دې اړه زیاتوي: «د چابهار بندر اغیزمنه استفاده او د زیربنایي پروژو پرمختګ، په چابهار کې د بېړنیو د منظمو کرښو پرانیسته، د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کوي. همداراز په نوواشوا بندر کې اسانتیاوې هغه موضوعات وو، چې د صعنت او سوداګرۍ وزیر له لوري مطرحه شول.»

له هغه وروسته چې له افغانستان له پاکستان سره خپلو سوداګریزو لارو ته بدلون ورکړ، پاکستاني رسنیو ویلي، چې د افغانستان بازارونه د پاکستان پر ځای ترکیې، هند او ایران نیولي دي. رسنیو ویلي، پاکستان په ګمرکونو کې د ستونزو له امله تیره یوه میاشت کې ۱۷ میلیارده پاکستانۍ کلدارې زیان لیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اقتصادی اړیکو له پرېکېدو وروسته، افغانستان خپله سوداګرۍ له بدیلو لارو لکه، چابهارو تورغنډۍ او نورو لارو پیل کړې، چې له امله د افغانستان د سوداکریزي له زیانونو خوندي پاتې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *