د بانکي اړیکو د پراختیا هڅې او د هېواد پر اقتصادي وده یې اغېز

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان- امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس سره لیدنه کې د خصوصي سکتور پر وده، سوداګرۍ کچې پراختیا، د متقابلو بانکي اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د دغه بانک ویاند وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان- امریکا سوداګرۍ ګډې خونې رییس د بانکي اړیکو د پراختیا په پار د روان کال په اګسټ میاشت کې د یوه کنفرانس له جوړېدو خبر ورکړی او د افغانستان بانک مسوولینو ته یې بلنه ورکړې، چې په دې کنفرانس کې ګډون او وینا وکړي.

حسیب‌الله نوري په دې اړه زیاته کړې: «په دې لیدنه کې د افغانستان- امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رییس جیفري ګریکو وویل، چې وروستیو درېیو کلونو کې د افغانستان په بانکي او اقتصادي سکتورونو د مثبتي بدلونونو شاهدان وو. هغه همداراز د روان کال په اګسټ میاشت کې د بانکي اړیکو د پراختیا په پار د یوه کنفرانس له جوړېدو خبر ورکړ او په دې کنفرانس کې یې د افغانستان بانک مسوولینو ته د ګډون او وینا بلنه ورکړه.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې د بانکي اړیکو پراختیا د افغانستان اقتصادي ودې لپاره یوه غوره لار ده. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا آفاق خبري آژانس سره په دې اړه زیاتوي: «دا مهال د افغانستان د ګوتو په شمېر بانکونه له نړۍوال مالي نظام سره په اړیکه کې دي او محدود خدمتونه وړاندې کوي. که دا محدودیتونه لرې کړل شي او د افغانستان بانکي سیستم یو ځل بیا د نړۍوالو بانکونو له شبکې سره ونښلول شي، دا بدلون کولی شي د هېواد د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. همداراز په اوسني وضعیت کې د پیسو ترلاسه کول او لېږل له ننګونو سره مخ دي، چې د دې ستونزو حل به له شک پرته په کور د ننه او بهر د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د ویلو ده، چې په دې لیدنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد ډاډ څرګند کړی، چې د تورو پیسو سپیناوي، جرمونو له لارې د ترلاسه شویو عوایدو مخنیوي او د صرافانو فعالیتونو د بنسټیز کېدو په برخو کې یې کوټلي ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې لا هڅې ګړندۍ کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد