آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د خوړو نړۍوال پروګرام وروستی راپور ردوي او بېبنسټه یې بولي. ښاغلي نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، څو له افغانستان سره خپلو پراختیایي او بشري مرستو ته دوام ورکړي. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال همداراز له هغو هېوادونو، چې د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړې، غوښتي څو دا شتمنۍ آزادې کړي او ټینګار یې کړی، چې د بانکي محدودیتونو په لرې کېدو سره به، د افغانستان اقتصاد چټکه وده وکړي.
عبداللطیف نظري آفاق خبري آژانس سره په دې اړه زیاته کړه: «موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو، چې افغانستان سره پراختیایي او بشري مرستو ته د متقابل درناوي په فضا کې دوام ورکړي. همداراز له هغو هېوادونو، چې د نړۍوالو اصولو او قوانیو خلاف یې، د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې، غواړو چې دا شتمنۍ آزادې او ترڅنګ یې باید بانکي محدودیتونه لرې کړل شي، څو د افغانستان د اقتصادي ودې زمینه برابره شي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي وو، چې سږ اوړی افغانستان کې ۱۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي. د خوړو نړۍوالو پروګرام زیاته کړې وه، چې د بودجې کمښت له امله، یوازې یو میلیون کسانو ته د مرستې رسولو وړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام راپور یوه برخه راغلي: «سږ اوړی افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي، خو د بودجې کمښت له امله، د خوړو نړۍوال پروګرام یوازې یو میلیون کسانو سره مرسته کولی شي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو شنونکي افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو مرستې ضروري بولي او ټینګار کوي، چې دا مرستې د افغانستان په اقتصادي وده کې رغنده رول لري. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «موږ له مرسته کوونکو هېوادونو او خیریه بنسټونو غواړو، څو هغه مرستې چې پخوا یې د افغانستان لپاره په پام کې نیولې وې، بېرته پیل کړي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی نورالله عزیز د بهرنیو مرستو د اهمیت په اړه آفاق سره خبرو کې داسې لیدلوری لري: «دا مرستې پرې شوې او یا هم کمې شوې او که د بدیل په برخه کې یې کار ونشي، له شک پرته چې د افغانستان پر اقتصاد به منفي اغېز ولري؛ ځکه افغانستان یو وارداتي هېواد دی او تر ډېره په بازار کې د ډالر تقاضا له همدې مرستو تمویلېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې بهرني هېوادونه تر ډېره افغاسنتان سره په بشري او پراختیایي برخو، په ځانګړي ډول خوراکي توکو، بېړنیو مرستو، روغتیایي خدمتونو، زده کړو، کډوالو او کورنیو بېځایه شویو په برخو کې کوي.