آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر یا اوچا د ادعا په ردولو سره وايي چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې اړمنو ته د مرستو رسولو ته ژمن دی. د ښاغلي نظري په وینا، اسلامي امارت د بشري مرستو په برخه کې له ټولو ملاتړو بنسټونو سره بشپړه همکاري لري.
عبداللطیف نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د مرستو د ویش لړۍ کې د مداخلې ادعا په بشپړه توګه ردوي، موږ تل هڅه کړې چې مرستې په عادلانه او مساویانه ډول اړمنو خلکو ته ورسیږي، اسلامي امارت ځان د مرستندویه بنسټونو او افغانانو همکار او ملاتړی ګڼي او په دې برخه کې به هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي.»
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان د روان زیږدیز کال د اګسټ په ۲۵ نېټه د دغې ادارې څخه څه باندې ۶.۳ میلیونه ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې دي. په راپور کې دغه راز ادعا شوې چې د روان زیږدیز کال په جولای میاشت کې په افغانستان کې په بشري چارو کې مداخله ۱۴ سلنه زیاته شوې ده. د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې په دې میاشت کې ۱۰۴ مورده مداخله ثبت شوې چې ۹۵ سلنه یې د اسلامي امارت د چارواکو له لوري ترسره شوې ده.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د راپور په یوه برخه راغلي: «د روان زیږدیز کال په جولای میاشت کې په افغانستان کې په بشري چارو کې مداخله ۱۴ سلنه زیاته شوې ده، په دې میاشت کې ۱۰۴ مورده مداخله ثبت شوې چې ۹۵ سلنه یې د اسلامي امارت د چارواکو له لوري ترسره شوې ده.»
د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهګزین آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دمګړۍ د نړیوالې ټولنې، نړیوال بانک او نورو بنسټونو بشري مرستو ته جدي اړتیا شته، ځکه تر اوسه د هېواد له ټولو زیربنايي ظرفیتونو څخه د بشپړې کارونې وړتیا نه ده برابره شوې او د خالصې او پایداره ګټې هیڅ سرچینه په واک کې نشته چې وکړای شي د زموږ د خلکو د ټولو اړتیاوو ځوابویونکي وي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بشري مرستو ته د افغانستان پر جدي اړتیا په ټینګار سره وایي چې دا مرستې کولی شي په لنډ مهال کې د زیانمنونکو کسانو بیړنۍ اړتیاوې حل کړي. دوی ټینګار کوي چې د اقتصادي ستونزو د حل او بې وزلۍ د کمولو لپاره لازمه ده په هېواد کې پر زیربنایي او لویو پروژو پانګونه وشي.
د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم زی د دې راپور په اړه آفاق سره خبرو کې داسې لیدلوری لري: «بشري مرستې نه یوازې په لنډ وخت کې کولای شي بې وزلي کمه کړي، خو د افغانستان د اقتصادي ستونزو د اساسي حل لپاره اړتیا ده پر لویو ملي او سیمه ییزو پروژو پانګونه وشي، داسې پروژې چې په تیر کې پیل شوې وې خو دمګړۍ د نړیوالې ټولنې د اقتصادي بندیزونو او سیاسي ملاحظاتو له امله بندې شوي، باید بیا فعالې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د مالي سرچینو کموالی، بیکاري، وچکالي او اساسي خدماتو ته په لاسرسي کې محدودیت او د افغان کډوالو د بیرته راتګ پراخې څپې هېوادوال له جدي ستونزو سره مخ کړي او تر پخوا زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.