د اوبو مدیریت په برخه ستر ګام؛ پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن پنجشنبه هرات ته د سفر پر مهال، پاشدان بند رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپاره. ښاغلي برادر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي څو د هېواد اوبه په سمه او منظمه توګه مدیریت او همداراز د نورو هېوادونو تثبیت شوي حقوق هم رعایت کړي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز د اوبو مدیریت اصلي موخه، د ملي اقتصاد وده او د هېوادوالو هوساینه بللې ده.

ملا عبدالغني برادر د دې بند د ګټې اخیستنې پر مهال زیاته کړه:«اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو څخه سالمه استفاده وکړي او د چا د حق اخیستلو هوډ نه لري.موږ غواړو چې هم خپلې اوبه په سالم ډول مدیریت کړو او هم د نورو ثابت حقوق ورکړو. د اوبو له مدیریت څخه مو موخه د خپل هېواد د اقتصاد پياوړي کول دي. په هېواد کې د بې وزلۍ، بې کارۍ او مهاجرت کچې راټيټولو لپاره د اوبو مدیریت له اساسي کارونو څخه ګڼو.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور بیا د پاشدان بند ګټې اخیستنې مراسمو کې ویلي، چې پر دې بند ټولټال ۱۱۷ میلیونه ډالر لګښت شوی او پیسې یې هم له ملي بودجې ورکړل شوې دي. د هغه په وینا، دا بند د نږدې ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو زېرمه کولو، ۱۳ زره هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولو او همداراز د نږدې دوه مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري. د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار په دې مراسمو کې د پاشدان بند چارو بشپړېدل د هرات خلکو لپاره ستره لاسته راوړنه بللې او ټینګار یې کړی، چې دا پروژه د دغه ولایت په اقتصادي وده او اوبو سرچینو مدیریت کې مهم رول لري.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په دې مراسمو کې وویل: «دا بند د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو زېرمه کولو، ۱۳ زره هکټاره ځمکې خړوبولو او دوه مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري.»

پاشدان بند د هرات ولایت په ختیځ کرُخ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یې چارې بندې او ورپسې د ۱۴۰۲ کال په غبرګولي میاشت کې بېرته پیل او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *