آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغېزستان فورم غونډې په څنډو کې د دغه هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر باکيت صدیکوف سره لیدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډې سوداګریزې شورا جوړېدو، د حضوري او غیر حضوري ناستو دوام، د ګډې کاري ډلې او د سوداګرۍ خونې ګډ میکانېزم رامنځته کولو، د اقتصادي فورم، نندارتونونو او سوداګریزو ناستو جوړېدو، افغانستان کې ګډې پانګونې، د ټرانزیټي دهلیز رامنځته کېدو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په برخه کې د هوکړو لاسلیک، د تاجکستان او ازبکستان په حضور سره درېاړخیزې هوکړې او د ډیجیټلي سوداګرۍ او بانکولۍ په اړه خبرې کړې دي.
اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي: «په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډې سوداګریزې شورا جوړېدو، د حضوري او غیر حضوري (انلاین) ناستو، د ګډې کاري ډلې او د سوداګرۍ خونې ګډ میکانېزم رامنځته کولو، د اقتصادي فورم جوړېدو، د نندارتونونو او سوداګریزو ناستو جوړېدو، افغانستان کې ګډې پانګونې، د ټرانزیټي دهلیز رامنځته کېدو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په برخه کې د هوکړو لاسلیک، د تاجکستان او ازبکستان په حضور سره درېاړخیزې هوکړې او د ډیجیټلي سوداګرۍ او بانکولۍ په اړه خبرې وکړې.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر هم د تجارتي وېزې په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو سربېره، په بانکي او ترانسپورتي برخه کې هم افغان لوري ته د سهولتونو برابرولو ډاډ ورکړی دی. عبدالسلام آخندزاده ټینګار کوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو هوکړې یادښت او همداراز د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د همکاریو لارنقشې هوکړه هم لاسلیک کړه.
ښاغلي جواد د خپلو خبرو په دوام ویلي:«په دې ناسته کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو هوکړې یادښت او د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت او قرغېزستان اقتصاد او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د همکاریو لارنقشې هوکړې هم لاسلیک کړې.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي، په دا ډول غونډو کې د اسلامي امارت د مسوولینو حضور او اړیکو ټینګښت په اړه داسې لیدلوری لري:
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود آفاق خبري آژانس سره د دا ډول لیدنو په اړه زیاتوي: «دا مهم ګام او ارزښمن فرصتونه دي. دا چاره ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه روسیې افغانستان په رسمیت وپېژانده او ازبکستان هم ورته ګامونه اوچت کړي دي، ښایي راتلونکي کې چین او پاکستان هم اقدامات وکړي، ځکه په دې اړه زیات بحثونه لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ، د قرغېزستان په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د زمري په ۲۰مه نېټه بېشکک ته سفر وکړ.