آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف د ټاپي پروژې له چارو د لیدنې پر مهال ویلي، چې دا پروژه د ترکمنستان لپاره یوه له مهمو لومړیتوبونو ده او په خبره یې، یاده پروژه به د سیمې په اقتصادي ټیکاو کې مهمه ونډه ولري. د هغه په خبره، ټاپي یوازینۍ پروژه ده چې نړیوال ملاتر له ځانه سره لري او ټینګار یې کړی، چې هېواد به یې دا پروژه په ټاکلي موده بشپړه کړي.
ددې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان هر کال یو میلیارد ډالر عاید تر لاسه کړي. په لیدنه کې، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ټولو ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د تقابل او غیر اصولي کړنو پرځای مثبتو اړیکو او متقابل احترام ته مخه کړي او د افغانستان ملي حاکمیت ته په سپکه سترګه ونه ګوري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له دې سترې پروژې د دواړو هېوادونو د چارواکو د لیدنې په اړه وایي: «قربانقلي بردي محمدوف وويل چې ترکمنستان به ټاپي پروژه په خپل وخت بشپړه کړي، چې له همدې لارې به هر کال افغانستان ته شاوخوا یو میلیارد ډالر عاید راشي.»
له دې سره هم مهاله د اقتصادي چارو شنونکي د افغانستان په خاوره کې د ټاپې پروژې عملي کیدل، د سیمې لپاره یو له مهمو او ستراتیژیکو تګلارو ګڼي او ټینګار کوی چې د دې پروژې په بشپړیدو به د انرژۍ په برخه کې ځینې اقتصادي اړتیاوی پوره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی قطبالدین یعقوبي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا پروژه به نه یوازې په افغانستان کې په مختلفو سکتورونو کې ګڼ شمېر فرصتونه رامنځته کړي، بلکې د ټرانزیټ له لارې به هیواد ته د پام وړ عاید هم راوړي«.
د ویلو ده چې ټاپي پروژه د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ یوه له مهمو او سترو پروژو ګڼل کېږي، چې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې چارې ۱۴ سلنه بشپړې شوې دي.
