د افغانستان غالۍ؛ د استانبول په نندارتون کې لومړی ځای او میلیوني صادرات

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت آفاق خبري آژانس ته د شمېرو په ورکړې سره وایي، چې د ۲۰۲۵ کال په لړ کې د غالیو او لمڅي ډېری صادرات پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، امریکا، چین، ازبکستان، اېټالیا، هالنډ، آلمان، قزاقستان، هند او نورو هېوادونو ته شوي دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د صادر شویو غالیو ټولیز وزن ۳۸۱۸ ټنو ته رسېږي او ارزښت یې څه باندې ۱۸ میلیونه ډالر دی.

آخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي: «د ۲۰۲۵ کال په لړ کې، افغاني عالۍ او لمڅي پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، د امریکا متحده ایالتونو، چین، ازبکستان، ایټالیا، هالنډ، جرمني، قزاقستان، هند او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي، چې ټولیز وزن یې ۳٬۸۱۸ ټنه او ارزښت یې څه باندې ۱۸ میلیونه امریکایي ډالر دی.»

په ورته وخت کې، د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادرونکو ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد غالۍ اوبدلو یوه تولیدي شرکت د استانبول په نړۍوال «دوموتکس» نندارتون کې، د ۱۹ هېوادونو ترمنځ، لومړی ځای خپل کړی دی.

یادې ټولنې دا یوه ستره لاسته راوړنه، بریا او د هېواد لپاره ویاړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول نندارتونونه کولی شي د افغاني غالیو ارزښت او نړۍوال شهرت لا لوړ کړي. دا نندارتون د جنورۍ په ۸مه د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شوی و، چې له افغانستانه د غالۍ اوبدلو شپږو شرکتونو پکې ګډون کړی و.

د دې ټولنې رییس عبدالله رحمان قل زیاتوي: «په دغه نندارتون کې له افغاني شرکتونو هم یوه شرکت برخه اخیستې وه، چې وتوانېد د غوره ډیزاین (تر ټولو ښه افغاني ډیزاین) جایزه تر لاسه کړي. دا لاسته‌راوړنه په نړۍواله کچه د افغاني تولیداتو د لوړ کیفیت ښکارندویي کوي.»

مطالب بیشتر:  د لرګیو د بیو له لوړوالي د پلازمېنې د اوسېدونکي شکایت

په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، د غالۍ صنعت کولی شي د هېواد په اقتصادي وده، د کاري فرصتونو برابرولو او د دغه صنعت د صادراتو پراختیا په برخو کې مهم رول ولوبوي. د دوی په باور، د افغاني غالیو لپاره د بهرنیو بازارونو پراختیا نه یوازې د دې صنعت باور لوړوي، بلکې نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د نورو تولیداتو د صادرېدو زمینه هم برابروي.

د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم‌زی زیاتوي: «غالۍ د افغانستان له ارزښتناکو لاسي صنایعو ده، چې هم په کورني بازار او هم په بهرنیو بازارونو کې ځانګړی ځای لري. که د دې صنعت د تولیدوونکو لا ډېر ملاتړ وشي، کولی شي د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي او په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د شمېرو له مخې، د افغانستان د غالیو صادرات په ۲۰۲۴ کال کې ۳۹۶۰ ټنه وو، چې ټولیز ارزښت یې ۱۵ میلیونه او ۳۶۱ زره امریکایي ډالر اټکل شوی و. وطني غالۍ تر ډېره پاکستان، ایران، ترکیې، ترکمنستان، ازبکستان، جرمني، هالنډ، امریکا، هند، کاناډا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته صادرې شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *