افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه د کاري ډلو غونډه جوړه کړه.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د هڅو لپاره د کاري ډلو غونډې د یوناما له لوري په افغانستان کې جوړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دا غونډه د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه په مجازي ډول ترسره شوې ده. خو دا نه ده مشخصه شوې چې آیا د سرپرست حکومت کوم استازي هم په دې غونډه کې حضور درلود کنه؟
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې غونډې جزئیات نه دي خپاره شوي.
تر دې وړاندې، ځینو رسنیو د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې غونډه به د فبرورۍ په میاشت کې ترسره شي او د اسلامي امارت استازی هم دې غونډې ته بلل شوی دی.
د سرچینو له مخې، د دې غونډې اساسي موضوعات د مخدره موادو د تولید او قاچاق سره تړلې ستونزې، د بدیل کښت الګو رامنځته کول، د خصوصي سکتور رول د افغانستان د اقتصاد د ښه والي لپاره، او بشردوستانه مرستې وې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، د روان لمریز کال د لېندۍ په میاشت کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې لومړۍ غونډه د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په کوربتوب د دوحې د بهیر په فارمټ کې په آنلاین ډول ترسره شوې وه. په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو، لکه ایران، روسیه، امریکا، اروپايي ټولنې، قطر، چین، جنوبي کوریا او همداراز د سرپرست حکومت استازو ګډون کړی و.
