د افغانستان بانک وایي، د دې بانک سرپرست، نور احمد آغا، له خپل مل پلاوي سره د اورال ټولنې په ګوربتوب «په مالي چارو کې د سایبري امنیت» نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، روسیې ته تللی دی. د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې، دا کنفرانس د روسیې «یکاترینبورګ» ښار کې جوړ شوی، چې د روان میلادي کال د فبروري له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام ولري. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کنفرانس کې د مالي

د افغانستان بانک سرپرست روسیې ته لاړ

د افغانستان بانک وایي، د دې بانک سرپرست، نور احمد آغا، له خپل مل پلاوي سره د اورال ټولنې په ګوربتوب «په مالي چارو کې د سایبري امنیت» نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، روسیې ته تللی دی.
د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې، دا کنفرانس د روسیې «یکاترینبورګ» ښار کې جوړ شوی، چې د روان میلادي کال د فبروري له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کنفرانس کې د مالي سکتور استازي، متخصصین او د مالي څېړنو کارپوهان ګډون لري او اصلي موخه یې هم د معاصرې بانکدارۍ مالي امنیت دی، چې د سایبري ګواښونو پر وړاندې د اغېزمنو تدابیرو په اړه پکې بحث کېږي.

د افغانستان بانک ویلي، په دې کنفرانس کې به د سایبري بریدونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لوړولو، د ډیجیټلي بانکدارۍ امنیت ساتلو، او د نویو ټکنالوژیو لپاره د محافظتي چوکاټونو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.
مرکزي بانک هیله څرګنده کړې چې د دې کنفرانس له لارې به د سایبري امنیت په برخه کې نوې تجربې ترلاسه او د افغانستان د بانکدارۍ سکتور لپاره به اغېزمن امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بنډیزونو کمېتې د روان میلادي کار د فبروري په (۱۴مه) د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست، احمد ضیاء آغا ته د سفر معافیت ورکړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله خبرپاڼه کې ویلي وو چې احمد ضیاء آغا کولای شي د فبروري له ۱۹مې تر ۲۱مې په روسیه کې د اورالز تر نامه لاندې د (مالي چارو او سایبري امنیت) په تړاو جوړېدونکي کنفرانس کې، ګډون وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد