د افغانستان بانک: تېر یوه کال کې مو درې میلیارده او ۳۶۳ میلیونه زاړه بانک‌نوټونه را ټول کړي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وایي، چې په تیر یوه کال کې یاد بانک د ۳میلیارده او ۳۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه را ټول کړي او بازار کې یې د کارونې مخه نیولې ده.

د ښاغلي نوري په وینا دغه بانکنوټونه د هیواد له بېلابېلو زونونو راټول شوي او د یاد بانک له لوري سوځول شوي دي.

حسیب الله نوري په دې اړه زیاته کړه: «په تیر یو کال کې افغانستان بانک توانیدلی ده چې د هیواد له مختلفو زونونو څخه د ۳ میلیارده او ۳۶۳ افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه راټول او بازار کې یې د کارونې مخنیوی وکړي. هیواد وال هم باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي، څو پیسې له وخت مخکې زړې نشي، او د افغانستان بانک اړ نشي چې هغه وسوځوي.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د پیسو زر زړیدو د مخنیوی په پار د الکترونیکی بانکنوټونه دودېدل، عامه پوهاوی او د پیسو ساتنې برخه کې د یو ځانګړي میکانیزم جوړول اغیزناک بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشی په دې اړه آفاق ته وویل: «د ډیجیټل بانکنوټونو د ترویج لپاره باید ډیر کار وشي، او د افغانستان بانک یې باید ډیرعام کړي په دې برخه کې عامه پوهاوی ډیر اړین دی چې د اعلانونو له لارې باید ترسره شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي لعل ځاځی بیا وایي: «د الکترونیکی باندارۍ لپاره باید کار ترسره شي تر څو وکولای شو د پیسو له فزیکی ګردښ څخه مخنیوی وکړو او کچه یې را کمه کړو، همدارنګه الکترونیکی بانکدارۍ مثبتې پایلې هم لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامی امارت له بیا ځلې واکمنیدو وروسته، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یو پولنډي شرکت د لومړي ځل لپاره د افغانۍ بانکنوټونه، چې لس ګون، شل ګون، ۵۰ او سل ګون پکې شامل وو چاپ او افغانستان ته یې ولیږدول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *