د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزه ناسته وشوه

د صنعت او سوداگرۍ وزارت وایی، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزه ناسته، د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر په حضور سره د ازبکستان په ترمذ ښار کې ترسره شوه.

د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې دا ناسته د مخکنیو هوکړه‌لیکونو په چوکاټ او همداراز د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وروستي سفر د ژمنو عملي کولو په پار، شوې ده.

د آخندزاده عبدالسلام جواد په خبره، یاده ناسته کې په حیرتان بندر کې د اقتصادي-سوداګریز کمپلکس جوړولو پروژه، چې د خوراکي توکو تولید او پروسس، د چرګانو روزنې فارم، د درملو صنعت، د سیمنټو تولید، ساختماني مواد، باغدارۍ (د پستې باغونو روزنه) د تازه میوو او سبزیجاتو پروسس په اړه، چې تمه ده په سمنګان، بلخ او کندوز ولایتونو کې د ۲۰۰ میلیونه دالرو په لګښت پلې شي، خبرې اترې شوې دي.

ښاغلي آخندزاده زیاته کړه: «ترمذ ښار کې د سیمې هیوادونو په حضور سره د سیمه‌یییز نندارتون جوړول، په دواړو هیوادونو کې د سوداګریزو کورونو جوړول، ګمرکي همکارۍ، د محصولاتو معیاري کول، کرنیزې همکارۍ، ظرفیتونو لوړول، د اوږ مهاله سوداګریزو ویزو ورکړه اوپه ترمذ ښار کې د دواړو هیوادونو د ستونزو هواري لپاره د یوې ګدې کمیته جوړول د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وو.»

په همدې حال، د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې باور دی، چې له ازبکستان سره د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو اړیکو جوړول کولی شي، نورو هېوادونو ته د سوداګرۍ زمینه برابره کړي.
ښاغلي رشتیا آفاق خبري آژآنس ته وویل: «ازبکستان سره زموږ د اقتصادي اړیکو دایره د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړې کېږي. زه هیله من یم چې دا سټراټیژیکې اقتصادي اړیکې د دې لامل شي، چې د ازبکستان له لارې نورو هېوادونو ته لار پیدا کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره اونۍ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته دوه ورځنی سفر وکړ، چې د بېرته راتګ پر مهال یې کابل هوایي ډګر کې خبریالانو سره په خبرو کې دا سفر ګټور وباله او زیاته یې کړه چې د دې سفر په لړ کې یې له ازبکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ پر پراختیا مفصلې او ګټورې خبرې وکړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد