آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې تېر کال د افغانستان او اذربایجان تر منځ د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې، چې له دې ډلې ۴ زره او ۳۷۶ امریکایي ډالر صادرات او ۲.۴ میلیونه ډالر واردات شوي دي. د ښاغلي جواد په خبره، د افغانستان صادراتي توکو کې چودني دیګونه، تالک ډبره، پکه او بخارۍ شامل دي، خو په وارداتي توکو کې بیا ډیزل، د چرګانو هګۍ او چاکلېټ شامل دي.
آخندزاده عبدالسلام جواد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «افغانستان تېرکال د اذربایجان له جمهوریت سره د شاوخوا ۴ زره او ۳۷۶ ډالرو به ارزښت صادرات او نږدې ۲.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات درلودل. آذربایجان ته د افغانستان عمده صادراتي توکي چودني دیګ، تالک ډبره، پکه، بخارۍ او ځینې نور توکي شامل دي.
په سیمه کې د اړیکو تازه څپرکي پیل ته په کتو، افغانستان هڅه کوي چې د فعالې ډیپلوماسۍ له لارې، په سیمهییزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو کې خپله جایګاه پیاوړې کړي. اذربایجان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې اسلامي امارت د اړیکو پراختیا په برخه کې ورسره اړین ګامونه اوچت کړي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وایي. چې دا مهال آذربایجان هېواد سره اړیکې د پراختیا په حال کې دي او په خبره یې، وروستیو کې دغه هېواد ته د اسلامي امارت د چارواکو سفر او د لاجورد دهلېز په فعالېدو سره، ښایي دا اړیکې لا پراخې شي. ښاغلی الکوزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «زموږ اړیکې او مناسبات ښه دي، موږ ډیپلوماتیکي اړیکې لرو، دلته یې سفیر شته او اوس تجارتي لیدنې او نندارتونونه ترسره کیږي. فکر کوم که چېرې د لاجورد دهلېز فعال شي، آذربایجان به د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت ولري.»
د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهگزین په دې اړه له آفاق سره خبرو کې وایي: «موږ کولی شو له هغو فرصتونو، چې په آذربایجان جمهوریت کې رامنځته شوي، په ښه توګه استفاده وکړو. موږ کولی شو د افغانستان او آذربایجان ترمنځ ستر سوداګریز بازارونه رامنځته کړو، څو له لارې د افغانستان او آذربایجان کورني محصولات معرفي او وپلورل شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «آذربایجان جمهوریت د سیمې له مهمو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او که زموږ له یاد هېواد سره اقتصادي او تجارتي اړیکې پیاوړې کړو، کیدای شي یاد هېواد اروپایي بازارونو ته د افغانستان لپاره په مهمه دروازه بدل شي. د افغانستان صادراتي توکي به د آذربایجان له خاورې د اروپایي هېوادونو بازارونو ته انتقال ولېږدل شي.»
دا په داسې حال کې، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، آذربایجان ته د سفر پر مهال، د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره پر بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو د استخراج او پروسس، رېلپټلۍ پراختیا، د لمریزې او بادي برېښنا تولید، د کرنې میکانیزه کولو، د اوبو سرچینو مدیریت، او مسلکي زدهکړو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو خبرې کړې وې.