د اسلامي مالي خدمتونو کنفرانس کې د ا.ا پلاوي ګډون؛ دا غونډه څومره مهمه ده؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان بانک سرپرست نوراحمد آغا په مشرۍ یو پلاوی تېره ورځ د اسلامي مالي خدمتونو په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه مراکش ته تللی دی.د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وایي، چې د دې کنفرانس د جوړېدو موخه د اسلامي مالي سکتور پیاوړتیا، بانکي روڼتیا، مالي ثبات او نړۍوالو همکاریو پراختیا ده.

ښاغلی نوري همداراز زیاتوي، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان بانک پلاوي ګډون، افغانستان کې د اسلامي بانکولۍ پراختیا او معتبرو نړۍوالو اسلامي مالي بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې رغنده ګام دی. حسیب‌الله نوري په دې اړه زیاته کړې: «د دې غونډه اصلي تمرکز پر مهمو موضوعاتو له هغې جملې د اسلامي مالي سکتور پیاوړتیا، بانکي روڼتیا، مالي ثبات او د نړۍوالو همکاریو پراختیا ده. په دې کنفرانس کې د افغانستان بانک د پلاوي ګډون د اسلامي بانکولۍ او معتبرو نړۍوالو مالي اسلامي بنسټونو سره د اړیکو پراختیا په برخه کې رغنده ګام دی.»

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د بانکولۍ نظام ته ځانګړو شویو نړۍوالو غونډو کې د افغان پلاوي ګډون، د هېواد د بانکي نظام د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام دی. د دوی په باور، دا چاره کولی شي د هېواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش په دې غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي د ګډون په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د اسلامي امارت د افغانستان بانک رییس ګډون، د بانکي نظام په برخه کې مهم بحث دی؛ ځکه له یوې خوا افغانستان له شدیدو نړۍوالو بنډیزونو سره مخ دی او له بلې خوا زموږ مالي شتمنۍ، په ځانګړي ډول زموږ ډالري شتمنۍ د امریکا له لوري کنګل شوې دي. هیله من یم چې دا هڅې وکولی شي، د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه‌والي کې اغېزمنې تمامې شي او له نړۍ سره د بانکي اړیکو په برخه کې ګامونه اوچت شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی سیر قریشي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «دا مشارکت کولی شي د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې ګټور تمام شي؛ له هغې ډلې د اسلامي بانکولۍ د مقرراتو تنظیم، د مالي ثبات لپاره د اغېزمنو ابزارو معرفۍ، د نړۍوال مشارکت رامنځته کولو، د مالي بازارونو پراختیا او صکوکو ملاتړ او سایبري امنیت پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تمه ده دا کنفرانس د جولای میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د مراکش پلازمېنه رباط کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو د استازو په ګډون جوړ شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد