د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یوه راپور په خپرولو سره، د ۱۴۰۳ لمریز کال په سلواغه میاشت کې، د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحلیل کړي دي.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال په سلواغه میاشت کې د افغانستان د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۴۴.۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې د ۱۴۰۳ کال د مرغومي میاشتې، په پرتله چې صادرات یې ۱۶۲.۲ میلیونه ډالر وو، ۱۸ میلیونه ډالره کموالی ښیي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په راپور کې راغلي چې، د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت ۱۰۷۶.۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د ۱۴۰۳ کال د مرغومي میاشتې په پرتله ۲۱.۱ میلیونه ډالره کموالی ښیي.
خبرپاڼه کاږي، چې د ارقامو د تحلیل له مخې، د افغانستان ډېری صادرات د روان کال د سلواغې میاشتې په اوږدو کې هندوستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي دي او د واردات بیا تر ډېره له ایران، چین او پاکستان هېوادونو شوي دي.
د یادې ادارې په راپور کې راغلي، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې راپور وړاندې کاږي، چې په ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو یاد شوی کمښت، سره له دې چې یو نسبي کمښت په ډاګه کوي، لا هم د هېواد د بهرني تجارت د ثابت بهیر ښکارندويي کوي، چې باید د اقتصادي او سوداګریزو شرایطو د لا ښه والي لپاره په کره ډول تحلیل او مدیریت شي.