تهران نن د اقتصادي همکاریو سازمان ایکو د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو او ایران د ولسمشر په حضور سره د څلورمې غونډې کوربه وو.
په دې غونډه کې د پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، آذربایجان، افغانستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکیې، ازبیکستان، ایران، عمان، عراق او ایکو د عمومي منشي په ګډون د یادو هېوادونو استازو حضور درلود.
ګډونوالو د امنیتي، سرحدي، دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې د ایران کورنیو چارو وزیر د خپل هېواد سیاست ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې تهران له ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او تعاملاتو د پراختیا په لټه کې دی.
د ایران کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وايي:« د ایران د اسلامي جمهوریت مشخصه پالیسي د سیمې او له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا او تعاملاتو ته وده ورکول دي، او په څوارلسم دولت کې د ښاغلي پزشکیان ستراتیژي د دې طریقې پر بنسټ د ټولو ادارو او وزارتونو هڅې دي.»
په ورته مهال، د دې غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي امنیتي سلاکار محمد ابراهیم صدر، له خپل ترکي سیال سره په لیدنه کې د انساني او نشه يي توکو په قاچاق کې د ۵۰ سلنه پرمختګ په تړاو خبرې وکړې.
د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق آفاق خبري آژانس ته وايي:« د سیمې د هېوادونو یوه لویه اندېښنه دا ده چې افغانستان په تیرو وختونو کې د اوږدو جګړو او کورنیو شخړو له امله د ایکو چوکاټ دننه د همکارۍ له فرصتونو څخه په بشپړه توګه ګټه نه ده پورته کړې. افغانستان ته د مصرف کونکي هیواد په توګه ډیر او د تولیدونکي په توګه لږ کتل شوي او اصلي تمرکز یې د ټرانزیټ لارې په توګه د خپل موقعیت کارولو باندې دی.»
ځینې نور شنونکی د ایکو سازمان غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي حضور ته په اشارې سره وایي چې دا حضور په سیمه کې د افغانستان د اهمیت څرګندونکی او د دغه هېواد د نړیوالې جایګا د ثابتولو لپاره هڅه ده.
د نړیوالو چارو شنونکی ولي فروزان بیا وایي:« دا غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده ځکه چې دا په نړیواله کچه د هېواد دریځ پیاوړی کوي. د روسیې، انګلستان، اروپايي ټولنې او امریکا په ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ښې شوې دي او سفارتونه پرانیستل شوي دي. د بهرنیو پانګوالو شتون هم د افغانستان په ګټه دی. ځینې هېوادونو ممکن په دې غونډه کې له یو بل سره په سیالۍ کې برخه اخیستې وي، پداسې حال کې چې نور د اسلامي امارات پلانونو ته په تمه دي، ځکه چې د دې لپاره کوم ریښتینی سیال نشته.»
د یادونې ده چې د یادې غونډې په وروستۍ بیانیه کې، د رایو په یوالي سره پاکستان د ایکو سازمان د راتلونکې غونډې د کوربه توب لپاره وټاکل شو.
