آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد د کابل ارغندۍ ۵۰۰ کیلوولټه سبسټیشن د ۷۰ سلنه چارو له بشپړیدو خبر ورکوي. ښاغلی عابد یاده پروژه د دغه وزارت له مهمو پروژو یادوي او په خبره یې، د دې پروژې په بشپړیدو سره به، د برښنا په برخه کې د هېوادوالو ډېرې ستونزې هوارې شي.
ښاغلي عابد په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټه سبسټېشن پروژه، د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو پروژو ده، چې کابو ۷۰ سلنه کار یې بشپړ شوی او د دې پروژې په بشپړېدو سره به زر میګاواټه برښنا له ترکمنستان افغانستان ته ولېږدول شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي وو چې د ارغندۍ پروژې له بشپړیدو سره به زر میګاواټه برښنا له ترکمنستان هیواده افغانستان ته انتقال شي، چې په دې سره به هېواد کې د برښنا ستونزې هوارې شي.
له دې سره هم مهاله یو شمیر کارپوهان د برښنا برخه کې د سبسټیشن جوړول او رغونه د انرژۍ تولید په برخه کې مهم ګام بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی ایرج فقیري په دې اړه آفاق ته زیاته کړه: «دا مهال موږ د افغانستان صادراتو معیاري کولو کې دې ته اړتیا لرو، چې پر انرژۍ پانګونه وکړو، ځکه دا چاره د صنعت او تجارت په برخو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عیسی مبارز هم وایي: «که موږ برښنا ولرو، د دې ترڅنګ به ښې کارخونې ولرو، ښه ټکنالوژي به ولرو او زموږ مخابراتي سیستم به ورسره ښه شي، زموږ کرنه هم پر برښنا ولاړه ده او همداراز په دې سره به زموږ ټولې ورځنۍ ننګونې حل شي.
د رسمي شمېرو له مخې، د دې پروژې ټولیز لګښت ۱۸۳ میلیونه ډالر اټکل شوی، چې چارې به یې تر راتلونکو دوو کلونو بشپړې او همداراز له ترکمنستان هېواده به زر مېګاواټه برښنا هېواد ته را ولېږدول شي.