الکوزی: د واګه بندر بند پاتې کېدو د وچې مېوې پر صادراتو منفي اغېز کړی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: بهر ته د افغانستان وچې مېوې صادراتو زیاتوالي ته په کتو، د کابل وچې مېوې صادروونکو ټولنې رییس وایي، چې تېر کال افغانستان د ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته وچه مېوه صادره کړې ده. عبدالقاسم امرخېل د صادراتو په برخه کې ننګونو ته په اشارې سره زیاتوي، چې تېر کال د هوایي دهلېز له لارې د یوې کیلو وچې مېوې لېږد لګښت یو ډالر و، خو په خبره یې دا مهال یاده شمېره دوو ډالرو ته لوړه شوې او دې چارې د صادراتو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

ښاغلي امرخېل په دې اړه آفاق خبري آژانس سره زیاته کړه: «تېر کال مو د شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل او زموږ صادرات ښه وو. موږ لا هم ځینې ستونزې لري، د چابهار بندر له لارې شاوخوا یوه تر دوو میاشتو نیسي، د هوایي ډګر له لارې پخوا یو ډالر کرایه و، خو اوس دوو ډالرو ته لوړه شوې.»

له دې سره هم‌مهاله، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وایي، چې تېر کال یوازې هندوستان ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې ده. هغه د هېواد صادراتو کچې لوړوالي او واګه بندر تړلي پاتې کېدو ته په اشارې، ټینګار کړی، چې د دغه مسیر بند پاتې کېدو، د افغانستان د صادراتو بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی. د الکوزي په خبره، اسلامي امارت باید د دې لارې د خلاصون لپاره له هندي او پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «موږ ډېره وچه مېوه هندوستان ته صادروو، موږ کابو د شپږ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرو، چې له دې ډلې ۵۰۰ میلیونه ډالر صادرات هندوستان ته دي، خو د واګه بندر بند پاتې کېدو، د وچې مېوې صادرات له ننګونو سره مخ کړي دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم‌زی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «ارګانیک» کرنیزو محصولاتو ته باید د اړوندو بنسټونو پام زیات شي، په دې برخه کې معیاري سړې خونې جوړې او د پروسس او بسته‌بندۍ لپاره یې معیاري کارخونې جوړې شي. دا چاره کولی شي نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د رسېدو زمینه برابره کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان تېر کال تر ډېره هندوستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، انګلستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته وچه مېوه صادره کړې، چې په کې ممیز، انځر، بادام، ځنغوزي او چهارمغز شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *