الکوزی: ایران سره د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي توکو کچه د پام وړ لوړه شوې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي له آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو له رامنځته کېدو وروسته، له ایران سره د سوداګرۍ کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په وینا، دمګړۍ د هېواد د ټرانزیټي توکو لویه برخه د ایران د بندرونو له لارې افغانستان ته را واردیږي. ښاغلی الکوزی په دې اړه زیاتوي: «کله چې د پاکستان په کراچۍ کې ستونزې جوړې شي، زموږ ټول ټرانزیټي توکي، چې له بهره واردېږي، د بندر عباس له لارې افغانستان ته راځي. ټول خوراکي توکي، پلاستیک او د کارخونو خام مواد او تېل له ایرانه افغانستان ته واردېږي.»

خان جان الکوزی دغه راز وايي که څه هم ایران ته د افغانستان د صادراتو کچه کمه ده خو په وروستیو میاشتو کې دغه هېواد ته د قیمتي ډبرو او طبي بوټو صادرات زیات شوي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وایي: «سره له دې چې افغانستان ایران ته زیات صادرات نه لري، خو په دې وروستیو کې ډېری قیمتي ډبرې او ځینې طبي نباتات له افغانستانه ایران ته صادرېږي. ایران د افغانستان لپاره غوره اقتصادي ارزښت لري.»

په ورته مهال یو شمېر ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله رپوټ ورکړی چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان ته د توکو ټرانزیټ په ځانګړې توګه د دغه هېواد له سویلي خراسان ولایت څخه د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د دغو رپوټونو له مخې، په روان کال کې له سویلي خراسانه افغانستان ته د ۱۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د صنعت‌ګرو ټولنې رییس عبدالجبار صافی ایران سره د راکړې ورکړې په اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «زموږ د کارخونو ډېری خام مواد، هغه که په هرات کې دي یا هم کابل کې، له ایرانه واردېږي. همداراز صنعتي ماشینونه او تجهیزات هم په آسانه توګه له ایرانه واردېږي او ایران افغانستان سره په صادراتي او وارداتي شمېرو کې لویه ونډه لري.»

بل لور ته، د اقتصادي چارو ځینې شنونکی د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ اهمیت ته په پام داسې لیدلوری لري. د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس فرزاد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د ایران او افغانستان ترمنځ دې پولو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار ګام اوچت شي، څو د نورو فعالیتونو زمینه بربره شي او د سوداګرو لپاره سهولتونه رامنځته شي. د دې ترڅنګ، باید ایران ته د افغانستان د صادراتو زمینه برابره شي او همداراز ایران باید د افغانستان پر توکو تعرفه کمه کړي.»

د ویلو ده چې ایران تیر کال افغانستان او سیمه کې د درې میلیارده او ۳۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې او ټرانزیټ سره یو له مهم اقتصادي شریکانو څخه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *