اقلیمي بدلونونه، د وچکالۍ اغېزې او د اوبو مدیریت

آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د اسلامي امارت په راګرځېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ګڼو پراختیایي پروژو ترڅنګ، د اوبو مدیریت په برخه کې هم ګوټلي ګامونه اوچت شوي او تر دې دمه سلګونه کوچني او لوی بندونه جوړ شوي دي. د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله آخندزاده د ۱۴۰۲ لمریز کال په وروستیو کې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ۴۰۰ سربندونو (چک‌‌ډیمونو) د جوړولو حکم وکړ او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ته د دغو بندونو د جوړولو مسوولیت وسپاره.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر دې دمه د شاوخوا ۱۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه د پاسه ۱۵۰ سربندونه جوړ او د پاتې نورو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. پر دې سربېره، د اوبو او انرژۍ وزارت هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اوبو مدیریت په پار د بندونو جوړولو سترو پروژو ته اوږه ورکړې.

تازه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور کابل کې د چین له سفیر ژاوشینک سره لیدنه کې د اوبو او انرژۍ پروژو په ځانګړې توګه د کاپیسا ولایت د باغ‌درې برېښنا بند پروژې، د بامیان ولایت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د ورته پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاریو د پراختیا او دوام غوښتنه کړې ده.

د چین سفیر بیا په دې لیدنه کې ویلي، چې د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی او په نږدې راتلونکې کې به یې چارې پیل کړي. ژاوشینک همداراز ژمنه کړې، چې هېواد به یې له افغانستان سره د انرژۍ په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي. هغه همدارنګه زیاته کړې چې اوسمهال د باغدرې بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو چارې د یوه چینایي شرکت له لوري روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې عملي چارې هم پیل شي.

د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو ته په کتو، د اوبو مدیریت د افغانستان لپاره څومره ارزښت لري؟

دا چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی، له یوې خوا کمزوری اقتصاد او له بلې خوا د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د کافي امکاناتو نشتون هغه ننګونې دي، چې د نورو هېوادونو په پرتله، افغانستان تر ډېره ترې اغېزمن دی. وروستیو کې د اقلیمي بدلون اغېزو تر ډېره افغانان، په ځانګړي ډول کروندګر اغېزمن کړي او وخت ناوخته د سېلابونو راوتلو له امله ګڼ شمېر هېوادوال زیانمن شوي دي، چې یوه بېلګه یې هم بدخشان کې وروستي سېلابونه بللی شو، چې له امله یې شاوخوا زر کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دې ترڅنګ، افغانستان د کمزوري اقتصاد له امله نه دی توانېدلی چې د خپلو بهېدونکو سیندونو روانې اوبه هم مهار کړي، چې ښه بېلګه یې هم پاکستان ته د کونړ بهېدونکی سیند دی. سره له دې چې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د بودجې په پیدا کېدو سره به د کونړ پر سیند د اوبو بند وتړي، خو داسې ښکاري چې د دې پروژې عملي کېدل به نه یوازې له اقتصادي، بلکې له سیاسي اړخه هم ستونزمن وي. که افغانستان وتوانېږي، د کونړ سیند اوبه مهار کړي، نو نسلونه نسلونه به هوسا او د هېواد اقتصاد به تر ډېره ورسره په پښو ودرېږي؛ د دې ترڅنګ افغانستان کولی شي د کونړ سیند اوبه د ګاونډي پاکستان پر وړاندې د فشار آلې په توګه هم وکاروي، لکه څنګه چې نن هند پر پاکستان اوبه بندې کړې دي.

افغانستان د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان سره هم د اوبو په برخه کې ستونزې لري. سره له دې چې ایران سره رسمي هوکړې لري، خو پاکستان ته له لسیزو راهیسې د افغانستان اوبه پرته له کوم امتیاز بهېږي. ایراني چارواکو په ځلونو د کمال خان بند اوبو د خوشي کېدو غوښتنه کړې، خو اسلامي امارت بیا  د اقلیمي بدلونونو اغېزې، وچکالي او د دغه بند په کاسه کې د کافي اوبو نشتون له امله ایراني لوري ته قناعت ورکړی دی.

که اسلامي امارت وتوانېږي، د کونړ په څېر د هېواد لوی بندونه مهار او اوبه یې مدیریت کړي، لرې نه ده، چې افغانستان به د سیمې په کچه د یوه ستر کرنیز هېواد په توګه د غلې په کندو بدل او د خلکو اقتصاد به یې تر ډېره په پښو ودرېږي. د دې ترڅنګ به افغانستان چې دا مهال د میلیونونو ډالرو په لګښت له ګاونډیو هېوادونو برېښنا را واردوي، د دې بند په تړلو سره به د برېښنا ستونزه په بشپړ ډول هواره او ان تر دې چې افغانستان به د سیمې په کچه د برېښنا د صادرولو په هېواد په بدل شي.

دا چې اوس په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلونونو اغېزې محسوسېږي او افغانستان کې وچکالي ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده، ښایي دا ستونزمنه وي، چې افغانستان دې په اوسنیو شرایطو کې وکولی شي د سترو سیندونو بهېدونکې اوبه، په ځانګړي ډول د کونړ سیند اوبه چې پاکستان یې حتا کله ناکله د مالکیت ادعا کوي او ټینګار یې دا دی، چې د دې سیند اوبه د چترال له غرونو سرچېنه اخلي، مهار او مدیریت کړي. دا چې افغانستان به کله وتوانېږي پر خپلو سیندونو لوی لوی بندونه وتړي، هغه پوښتنه ده، چې د وخت په تېرېدو سره به ځواب شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد