اقتصاد وزارت: د میرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو لړ پروګرامونه جوړ شوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د مېرمنو ونډې ته په پام، اقتصاد وزارت په دې بهیر کې د میرمنو رول کلیدي او اغیزمن بولي.

د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب آفاق خبري آژانس ته ویلي، چې اقتصاد وزارت د میرمنو اقتصاد پیاوري کولو لپاره یو لړ پروګرامونه پلان کړي دي، د هغه په وینا په دې پروګرامونو کې مسلکی او تخنیکي زده کړې، بازار ته د لاسرسي زمینه برابرول، له کورنیو تولیداتو او کوچنیو صنایعو ملاتړ شامل دي، چې موخه یې مېرمنو ته شغلي فرصتونه رامنځته کول دي، په ځانګړې ډول هغه میرمنې چې لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي:« د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د هېواد اقتصادي برخه کې مهمه ونډه لري، اړوندو ادارو داسې پروګرامونه پلي کړي، چې ښځو ته کاري، روزنیز او ملاتړیز فرصتونه برابروي. دغه پروګرامونو کې بازارونو ته د لاسرسي برابرول، تخنیکي او مسلکي روزنه او د کوچنیو صنایعو او کورني تولیداتو څخه ملاتړ شامل دی».

له دې وړاندې، اورپا اتحادیې او «ای، اف، سي» سازمان د افغانستان د خصوصي سکتور باثباته کولو په موخه د کاري فرصتونو او اقتصادي پرمختګ لپاره د یوې برنامې د جوړلو خبر ورکړی دی.

د اروپا اتحادیې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې ددې برنامې په چوکاټ کې له هغو کاروبارونو چې د میرمنو، راستنېدونکو او کورنیو بیځایه شویو له لوري مدیریت کیږي، ځانګړی ملاتړ کوي.

د اروپا اتحادیې د اعلامیې یوه برخه کې راغلي:« دا نوښت د دندو رامنځته کولو، پانګې ته په لاسرسي او په وړتياوو لوړولو تمرکز کوي او د هغو کاروبارونو ملاتړ کوي چې د ښځو، راستنېدونکو او د کورني بې ځایه شویو کسانو لخوا یې مشري کیږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی امید قاسم‌زی:« مختلفو برخو کې د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ او همدارنګه تخنیکي او مسلکي روزنې وړاندې کول کولی شي، هم د محلي اقتصاد په وده کې مرسته وکړي او هم په هیواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه کړي. په ټوله کې، به دا د ملي او محلي اقتصاد د پیاوړتیا او ودې سبب شي.»

له دې سره هم‌مهاله د چارو شنونکي وايي، د بشري مرستو ترڅنګ بیرته راستنېدونکو او افغانانو سره په اقتصادي مرستو تمرکز، کولی شي کاري زمینې، پرځان بسیاینې او دایمي پرمختګ ته لار هواره کړي. د هغوی په باور، له پراختیايي پروژو سره د بشري مرستو یو ځای کول به ګټورې پایلې ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا زیاتوي:« بشري مرستې په خپل ځای کې مهمې او ضروري دي، خو که دا مرستې له اقتصادي او انکشافي پروژو سره مل وي، کولی شي د ځان بسیاینې زمینه برابره کړي، د کار فرصتونه رامنځته کړي او اقتصادي ثباب وده وکړي. له همدې امله، په ورته وخت کې په اقتصادي او هدفمندو بشري مرستو تمرکز کولو سره کیدای شي غوره او اوږدمهاله پایلې ترلاسه شي.»

د ویلو ده چې افغانستان اوس‌مهال له دریو لویو کړکیچونو، د کډوالۍ پراخې څپې، اقلیمي بدلونونو او بشري مرستو له کمښت سره مخ دی او له بل هر وخت بشري مرستو ته ډیره اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *