آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغان – قزاق درېیمه سوداګریزه مجمع کې د ګډون په موخه، چې پکې (د سوداګرۍ نښلون کنفرانس، دوه اړخیزې سوداګریزې غونډې او د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون) شامل دي، قزاقستان ته سفر کړی دی. ښاغلي عزیزي له سفر مخکې رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې په دې نندارتون کې به څه باندې ۵۰ غرفې او تخصصي څانګې فعال وي، چې پکې د غالیو، خوراکي توکو، وسپنې صنایعو او بانکونو سکتورونه شامل دي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان او قزاقستان ښو اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې وروستیو کلونو کې قزاقي سوداګرو افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.
نورالدین عزیزي رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې: «د سږ کال په نندارتون کې به څه باندې ۵۰ غرفې او تخصصي څانګې فعال واوسي او تر ډېره هغه سکتورونه پکې شامل دي، چې افغانستان په هغو برخو کې په لوړه کچه تولیدات لري. د دغو سکتورونو له ډلې کولی شو د غالیو، خوراکي توکو، وسپنې صنعت او بانګونو سکتورونو ته اشاره وکړو.»
نورالدین عزیزي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پیکه کېدو ته په اشارې ویلي، چې د پاکستان له لارې د صادراتو او ټزانزیټ بهیر له ننګونو سره مخ شوی دی. هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت د دې ستونزو د هواري په پار، د بدیلو لارو موندلو په هڅه کې دی، هغه هڅې چې د افغانستان څلور کلنې اقتصادي او سوداګریزې برنامې یوه مهمه برخه شمېرل کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي: «وروستیو میاشتو کې زموږ سوداګریزې لارې له سویلي ګاونډي (پاکستان) سره د ځینو ستونزو له امله تړل شوې دي، چې په پایله کې یې زموږ صادرات او واردات له ننګونو سره مخ شوي. د دې ستونزو سره سره، د بدیلو او ډاډمنو لارو موندلو په پار هلې ځلې دوام لري، څو افغانستان وکولی شي د خپلو محصولاتو او تولیداتو لپاره په سیمه کې نوي بازارونه پیدا کړي.»
په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغان – قزاق د ګډ نندارتون او کنفرانس جوړېدل د افغانستان لپاره د سوداګریزو تعاملاتو پراختیا، بهرنۍ پانګونې جذب او پر نورو د اقتصادي تکیې راکمولو زمینه برابروي.
د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسمزی آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «دغه نندارتون او کنفرانس د دې زمینه برابروي، څو افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه قزاقستاني پانګهوالو ته ور وپېژندل شي او افغانستان کې د هغوی د مستقیمې پانګونې زمینه برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تمه ده د افغان – قراق درېیمه مجمع د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۲۵مه پیل او تر ۳۰مې نېټې د قزاقستان په «شیکمنت» ښار کې جوړه او دوام ومومي.
