آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې پر نهه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د زعفرانو کښت شوی دی.
د دغه وزارت ویاند غلام محمد کاظم شهامت زیاتوي، چې له کرل شوې ځمکې شاوخوا ۴۰ مټریک ټنه زعفران را ټول شوي، چې هرات ولایت د تولیدونکو په سر کې قرار لري.
غلام محمد کاظم شهامت په دې اړه آفاق ته وویل: «په ۱۴۰۳ کې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې پر نهه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې اته زره او ۳۰۴ هکټاره وه. له دغو کروندو شاوخوا ۴۰ مټریک ټنه زعفران را ټول شوي، چې تر ټولو زیات یې په هرات ولایت کې دي.»
په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د صادراتو زیاتوالي په موخه باید په کور د ننه د پروسس معیاري کارخونې جوړې شي.
دوی ټینګار کوي، چې د افغانستان زعفرانو صنعت د ودې په پار، باید د دغه کرنیز محصول د قاچاق مخه ونیول شي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «یوه مهمه موضوع د زعفرانو قاچاق دی، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته زعفران واردېږي او بیا نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان په نوم صادرېږي او دې چارې په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو باور ته زیان رسولی دی. برعکس د افغانستان زعفران هم په قاچاقي ډول ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي او ورپسې د همغه هېواد په نوم نړۍوالو بازارونو کې پلورل کېږي. په کار ده چې اسلامي امارت د دې چارې د مخنیوي په موخه جدي ګامونه اوچت کړي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی سید مسعود آفاق سره خبرو کې وویل: «موږ باید معیاري بستهبندۍ ولرو، څو زعفران په طبیعي ډول، پرته له دې چې زیان ورته ورسېږي، نړۍوالو بازارونو ته وړاندې کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان زعفرانو لپاره د بازار موندنې په پار د جشنوارو، ملي او نړۍوالو نندارتونونو د جوړېدو خبره کړې وه. یاد وزارت همداراز ویلي وو، چې په دې کار سره د افغانستان زعفرانو ته په نړۍوالو بازارونو کې لېوالتیا زیاته شوې ده.