آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په هېواد کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې وایي چې افغانستان دمګړۍ له سیمې سره د نښلون یا اتصال لپاره چمتو دی او په هېواد کې شته ثبات دا زمینه برابره کړې چې له دغه فرصته ښه ګټه پورته شي.
د اسلامي امارت ویاند حمد الله فطرت وايي:« افغانستان د سیمه ییز نښلون لپاره په بشپړه توګه چمتو دی، افغانستان اوس خوندي او باثباته دی، اوس په افغانستان کې د سیمه ییز نښلون پروژې د جوړولو لپاره ښه فرصت دی.»
په ورته مهال د روسیې د ولسمشر مرستیال الکسي اوورچوک، د روسیې له ۲۴ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې روسیه د افغانستان د خاورې له لارې د اوسپنې پټلۍ جوړولو ته لیواله ده.
اوورچوک ټینګار وکړ چې روسیې د بیلابیلو اوسپنو پټلیو له هغې ډلې هغو لارو په اړه چې له افغانستانه تیریږي د خبرو په حال کې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د نړۍ له سویلي هېوادونو سره د روسیې د نښلون لپاره هرڅومره زیات فرصتونه چې برابر شي، د روسیې د لیږد رالیږد او لوجستیک وړتیاوې به هم بدلون وکړي.
د روسیې د ولسمشر مرستیال الکسي اوورچوک وايي:« روسیه د اوسپنې پټلۍ د بیلابیلو لارو له هغې ډلې هغو لارو په اړه د خبرو په حال کې ده چې له افغانستانه تیریږي. هرڅومره چې د نړۍ له سویلي هېوادونو سره د روسیې د نښلولو لپاره ډیر فرصتونه چمتو شي، زموږ ټرانسپورټي او لوجیستیکي وړتیاوې به ډیر بدلون وکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم زی وایي:«د دې زیربنا پراختیا به د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره لاره هواره کړي او په ټولیز ډول به له ګاونډیو هیوادونو او سیمې سره د افغانستان سوداګرۍ ته وده ورکړي، چې په پای کې به په هیواد کې دوامداره اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي.»
په ورته مهال د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودف په رودینا خپرونه کې د خپلې مقالې په یوه برخه کې اسلامي امارت د لویدیځ له لوري له ملاتړو بنسټونو او جوړښتونو سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د دغو بنسټونو پر وړاندې روسیې ته لږ زیان رسولی دی.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف وایي:«راځئ چې صادق واوسو، اسلامي امارت، چې له اوږدې مودې راهیسې د ترهګریز سازمان په نوملړ کې وو، د دې ټولو جعلي علمي ادارو په پرتله یې عصري روسیې ته ډیر لږ زیان رسولی چې موخه یې له مظلومانو سره د مرستې په پلمه زموږ د هیواد ویجاړول دي.»
په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکي په وروستیو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکو په اړه داسې لیدلوري لري.
د سیاسي چارو شنونکی عیسی اسحاقزی وايي:«د څلورو لسیزو تاریخ ښودلې ده چې په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې او یرغل نه یوازې د دې هیواد د خلکو لپاره د سوکالۍ، خوښۍ او دوامداره دولت جوړونې په تضمین کې پاتې راغلي، بلکې تل یې د نورو بحرانونو او بې ثباتۍ لپاره زمینه هم برابره کړې ده.»
د یادونې ده چې په روان کال کې، په سیاسي برخو کې د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې ښې شوي او په اقتصادي برخه کې هم د پراختیا په حال کې دي او دواړه هېوادونه هڅه کوي دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي او په بیلابیلو برخو کې خپل تعاملات لا زیات کړي.
