افغانستان کې تر کښت لاندې ځمکو اووه سلنه زیاتوالی؛ په 1403 کال کې 4.83 میلیون ټنه غنم تولید شوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وایي، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په ټول هېواد کې په درې میلیونه هکټاره ځمکه کې کښت شوی دی.

د ښاغلي رافع په خبره، له دې ډلې ۲.۱۱ میلیونه هکټاره اوبیزه او څه د پاسه نهه سوه زره هکټاره په للمي بڼه کرل شوې، چې د نورو کلونو په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښیي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: « په ۱۴۰۳ کال کې درې میلیونه هکټاره ځمکه کرل شوې ده. شمېرې ښیي چې ۲.۱۱ میلیون هکټاره یې اوبیزه او نهه سوه او ۱۷ زره هکټاره یې للمي ده. زموږ شمېرې ښیي، چې د تېر کال په پرتله تر کښت لاندې ځمکه اووه سلنه زیاته شوې ده.»

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې ویاند همداراز زیاتوي، چې اوبیزه ځمکه تر ډېره په کندهار او هرات ولایتونو او للمي ځمکه بیا په تخار، بادغیس او فراه ولایتونو کې تثبیت شوې، چې په ټوله کې ترې ۴.۸۳ مټریک ټنه غنم ترلاسه شوي او دا په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د نورو کلونو په پرتله، ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

ښاغلی رافع په دې اړه زیاتوي: «د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ تر ټولو زیاته اوبیزه ځمکه په کندهار او هرات او تر ټولو زیاته للمي ځمکه په تخار، فراه او بادغیس ولایتونو کې تثبیت شوې ده. په ۱۴۰۳ کال کې له کرل شوې ځمکې ۴.۸۳ مټریک ټنه غنم ترلاسه شوي، چې د ۱۴۰۲ کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.»

له دې سره همهاله، د اقتصادي چارو کارپوهان د هېواد د کرنې میکانیزه کېدل، د غنمو تولید او غله‌جاتو په برخه کې د افغانستان ځان‌بسیاین په برخه کې ګټور ګام بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې اړه آفاق ته وویل: «په هره اندازه چې د کرنې له سکټوره ملاتړ وشي، او هر څومره چې د افغانستان کرنه میکانیزه او د افغانستان اوبه مدیریت شي او وکولی شو په کرنه کې ترې ګټه واخلو او لا زیاتې کرنیزې ځمکې وکرو، له شک پرته چې د غله‌جاتو تولید په برخه کې به مو تولیدات زیات او دا به کاري زمینو برابرولو په برخه کې لا ډېر ګټور تمام شي.

د ویلو ده، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې ۸۰ سلنه وګړي یي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد