آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغانستان کې اساسي روغتیایي خدمتونو ته د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د آسانه لاسرسي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو د هڅو په دوام، تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې د آسیا پراختیایي بانک ورسره ۲۷۰ میلیونه ډالره مرسته کړې، چې پر مټ به یې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته اساسي روغتیایي خدمات وړاندې او د دې خدمتونو لمن به لا پراخه کړي.
یونیسف نن (پنجشنبه، لړم ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له دې بودجې په ستفادې به د ۱۳۰۰ روغتیایي مرکزونو ملاتړ وکړي، څو دا ډاډ ترلاسه شي، چې ماشومان، ښځې او نارینه په خپلو سیمو کې لومړنیو او باکیفیته روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري.
افغانستان کې د یونیسف استازی تاجالدین ایواله د دې مرستې په اړه ویلي: «د آسیا پراختیایي بانک په ملاتړ، یونیسف د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي او د روغتیایي برخې کارکوونکو، په ځانګړي ډول د ښځو وړتیاوې لوړوي، څو خپلو ټولنو ته د خدمت جوګه شي. د آسیا پراختیايي بانک دا ملاتړ نه یوازې حیاتي روغتیایي خدمتونو ته د ماشومانو او کورنیو لاسرسی تضمینوي، بلکې د یوه پیاوړي، عادلانه او تلپاتې روغتیایي نظام د زېربناوو په جوړولو کې هم مرسته کوي.»
د یونیسف د خبرپاڼې په یوه بله برخه کې راغلي، چې لا هم افغانستان کې له هرو څلورو کسانو یو کس نشي کولی د یوه ساعت پلي واټن په وهلو سره، روغتیایي مرکز ته ورسېږي او اصلي لاملونه یې د روغتیایي مرکزونو لرېوالی، د کورنیو مالي ستونزې، د ډاکټرانو کمښت او ترانسپورتي وسایطو نشتون بللي دي. یونیسف ویلي، چې د دې مرستې په چوکاټ کې به د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې خلکو ته په لاندې اساسي برخو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي:
د یونیسف مرسته به په لاندې برخو کې ولګول شي:
- میندې، نويو زېږېدلو او ماشومانو ته اساسي روغتیایي خدمتونه
- خوارځواکي او واکسیناسیون
- د رواني ناروغیو درملنه او رواني ټولنيز ملاتړ
- د ساري او غیر ساري ناروغیو درملنه
- بېړنۍ پاملرنه
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا آفاق خبري آژانس سره د دې مرستو د ارزښت او مهم والي په اړه داسې وایي: «دا ډول مرستې کولی شي د افغانستان د خلکو د اقتصادي ستونزو یوه برخه حل کړي، خو زما په نظر دا ډول مرستې لنډمهاله دي او هېڅ ډول اقتصادي موثریت نه لري؛ دا مرستې هغه مهال موثریت لرلی شي، چې په اقتصادي بڼه وي، څو حکومت وکولی شي خپلې اقتصادي برنامې عملي او له دې لارې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق همداراز ویلي، چې د آسیا پراختیایي بانک دا مرستې به د ۲۰۲۶ کال تر وروستیو دوام ولري او ټینګار یې کړی، چې په دې توګه به یاده اداره وکولی شي خپل روغتیایي لګښتونه تامین او د روغتیایي نظام په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
