آفاق خبري آژانس؛ کابل: په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې، له کورنيو او بهرنيو ستونزو سره سره د افغانستان اقتصاد د پولي ثبات او پړسوب د کنټرول شاهد وو.
د افغانستان بانک د شمېرو له مخې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې یوازې ۲ سلنه د پیسو پړسوب تجربه کړی چې د سیمې هېوادونو په کچه بې مخینې وو.
د یاد بانک د ویاند په خبره دمګړۍ افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په سېمه له باثباته پولي واحد څخه برخمن دی او دغه بانک توانیدلی، چې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت وساتي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري آفاق خبري آژانس ته وايي:« افغانستان په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې یوازې ۲ سلنه انفلاسیون تجربه کړی دی، چې په سیمه ییزو هیوادونو کې بې ساری دی. (۲٪ انفلاسیون دې ته وايي، چې په یو کال کې د توکو او خدماتو عمومي بیې شاوخوا ۲٪ زیاتې شوې دي. دا لږ انفلاسیون معمولاً د سم اقتصاد لپاره په نظر کې نیول کیږي، ځکه لږ انفلاسیون د اقتصادي ودې او د لګښت د هڅونې سبب ګرځي.).»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمیر شنونکي په دې باور دي، چې د کورنیو تولیداتو پراختیا او صادراتو ډیروالی په افغانستان کې د اقتصادي ثبات کیلي ده.
شنونکي ټینګار کوي، هر څومره چې بهرنیو اسعارو ته تقاضا کمیږي، هغومره افغانۍ ارزښت پیدا کوي او په وینا یې د وارداتو مدیریت، د پیسو د بیځایه چاپ مخنیوی، په اقتصادي څرخ کې د پیسو د کچې کنټرول د ملي اسعارو په ثباب کې حیاتي دي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر زښتیا زیاتوي:« د وارداتو سم مدیریت او همدارنګه د روانو پیسو دقیق کنټرول بنسټیز اهمیت لري؛ په ځانګړې ډول دا چې پیسې د بازار له اړتیا پرته زیاتې چاپ نه شي. د دې اصولو مراعتول، د محتاطانه مالي او پولي سیاستونو ترڅنګ، له هغه مهمو عواملو دي چې کولی شي د یو هېواد ملي اسعارو ثبات وساتي او د اقتصادي بې ثباتۍ مخه ونیسي.»
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې تورم ټیټ پاتې شوې او ددې وړاندوینه کیږي، چې دا هېواد په ۲۰۲۵ مالي کال کې( د ۲۰۲۵ له سپټمبر د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې) د سیمې په کچه د تورم تر ټولو ټیټ نرخ ثبت کړي.
