اسلامي امارت: د ټرمپ ۱۰ سلنه تعرفه د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د افغانستان په توکو د لس سلنې تعرفې لګولو په غبرګون کې وایي، چې د تعرفو وضع کول د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسوي.

ښاغلي نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه، چې امریکایي لوری دې د سختو او محدودو سیاستونو د غوراوي پر ځای، افغانستان سره د صاداراتو، وارداتو او سوداګرۍ پراختیا ته لومړیتوب ورکړي.

عبداللطیف نظري په دې اړه وویل: «له اقتصادي پلوه د اسلامي امارت سیاست د صاداراتو پراختیا او د وارداتو د بدیل سټراټیژي ده. موږ غواړو چې د افغاني محصولاتو لپاره نړۍوال بازارونه پیدا کړو. د امریکا له لوري پر افغاني توکو د تعرفي لګول، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسوي او د صادراتو او وارداتو بهیر له ستونزو سره مخامخوي. موږ د امریکا له نوې ادارې غواړو، چې د محدودو او سختو سیاستونو د غوراوي پر ځای، افغانستان سره د صاداراتو، وارداتو او سوداګرۍ پراختیا ته لومړیتوب ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ګډون، امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو لس سلنه تعرفه ولګوله.

د امریکا ولسمشر دا ورځ د امریکا د «خپلواکۍ» ورځې په نوم ونوموله او زیاته یې، چې د دغو تعرفو په عملي کولو سره به کورنۍ صنایع وده وکړي، عواید به زیات شي او «اقتصادي چور» ته به د پای ټکی کېښودل شي.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه زیاته کړه: «له لسیزو راهیسې زموږ هېواد د نږدې او لرې، که هغه زموږ دوستان وو او یا هم دښمنان چور او ولوټل شوو… که هغوی زموږ پر وړاندې ورته ګام اوچت کړي، موږ به هم په ورته عمل لاس پورې کړو.»

له دې سره هم‌مهاله، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د امریکا دا پرېکړه ناقانونه ده او د افغانستان پر صادراتو به ناوړه اغېز ولري.

ښاغلي الکوزي په دې اړه وویل: «موږ هر کال له شپږو تر اتو میلیونه ډالرو امریکا ته صادرات لرو، چې ډېری برخه یې وچه مېوه، لاسي صنایع، عتیقه توکي او غالۍ دي. موږ د هغو هېوادونو له ډلې یو، چې ګمرکي معافیت لري او تر دې وړاندې په امریکا او اروپا کې هم د ګمرکي تعرفي له معافیت برخمن وو. له شک پرته چې د امریکا دا پرېکړه به د افغانستان پر صادراتو منفي اغېز ولري.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وویل: «که څه هم امریکا ته د افغانستان صادرات په لوړه کچه نه وو، خو مهم صادرات مو غالۍ، کرنیز محصولات لکه زعفران او وچه مېوه وو. د دې تعرفې په لګولو سره به امریکا ته د افغانستان صادرات کم شي؛ ځکه د دغو توکو بیه لوړېږي او د امریکا په بازارونو کې سیالي نشي کولی، نو په کار ده، چې افغان سوداګر او دولت د صادراتي توکو لپاره د بدیل بازار په لټه کې شي.»

که څه هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د افغانستان د صادراتو اعظیمي کچه اته میلیون ډالر بولي؛ خو د امریکا د تعرفو نوملړ پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شاوخوا ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد