چینایي شرکتونو ته په افغانستان کې د پانګونې او ټکنالوژۍ لېږد بلنه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چین ته د خپل سفر په لړ کې، د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو له ۱۳۸م نړۍوال نندارتون لیدنه وکړه. د دغه وزارت ویاند وایي، چې ښاغلي عزیزي په دې نندارتون کې د سترو چیني شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د چین صنعتي وړتیاوو ته د افغانستان پر لېوالتیا د ټینګار ترڅنګ؛ دغو شرکتونو ته افغانستان کې د پانګون او ټکنالوژۍ لېږد بلنه ورکړې او ډاډ یې ورکړی، چې د دوی لپاره به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه زیاتوي: «نورالدین عزیزی د چین د صنعتي او تخنیکي ظرفیتونو د ستاینې تر څنګ، له چینایي شرکتونو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او خپلې پرمختللې ټکنالوژۍ او صنعتي تجربې افغانستان ته انتقال کړي. افغانستان چمتو دی، نړۍوالو شرکتونو ته په تولیدي او زېربنایي سکتورونو کې اسانتیاوې برابرې کړي.»

په همدې حال، د اقتصادي چارو شنونکي په سترو نړۍوالو نندارتونونو کې د اسلامي امارت د چارواکو حضور د افغانستان په ګټه بولي او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د سیمې له هېوادونو سره رغنده او نږدې اړیکې ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «هرڅومره چې موږ وکولی شو د افغانستان په اقتصادي نظام کې، د اقتصادي تګلارو پر بنسټ منظم او هدفمند عمل وکړو، په هماغه کچه کولی شو له ګاونډيو هېوادونو سره غوره سياسي تعاملات رامنځته کړو.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی اسماعیل ځدراڼ بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د نندارتونونو جوړول، هغه که په چین کې وي، که په کور دننه او یا که په نورو هېوادونو کې، د سوداګرۍ د ودې او د پانګونې د جذب په برخه کې مهم رول لري. له همدې امله، د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا او له ټولو هېوادونو سره د رغنده او دوامدارو اړیکو د رامنځته کولو لپاره ګډې هڅې روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۶مه نېټه د «خپلواکو زونونو سازمان یوولسم نړۍوال کانکرس» کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *