چابهار بندر؛ د افغانستان د سیمه‌ییزو اړیکو او سوداګرۍ نوی څپرکی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر رییس محمدالله بختیار د یاد وزارت له لوري د چابهار بندر د اقتصادي اهمیت په تړاو جوړ شوي پروګرام کې د یاد بندر اهمیت ته په اشارې سره وایي چې د یاد وزارت له هڅو سره، ایران د چابهار بندر له لارې د افغان ټرانزیټي توکو لپاره په لګښتونو کې ۵۰ سلنه تخفیف په پام کې نیولی دی.

نوموړي زیاته کړې، ایران په پام کې لري چې افغان سوداګرو ته د تمدید وړ شپږ میاشتنۍ ویزې ورکړي.

په دې پروګرام کې د افغانستان د وچې میوې د ټولنې رییس عبدالقاسم امرخیل چابهار بندر د افغانستان د صادراتو لپاره یو مناسب فرصت وباله او زیاته یې کړه چې دمګړۍ د دې بندر له لارې د هېواد د وچې میوې ۱۵۰ ډک کانټینرونه ولاړ دي او په نږدې راتلونکې کې به د دغو کانټینرونو شمېر نږدې ۲۰۰ ته ورسیږي.

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد له چابهار بندر څخه د سوداګرۍ په تړاو وایي چې د تیر کال په لړ کې له دې لارې د ۱۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د دوه میلیارده او ۵۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

نوموړي د هېواد هوایي دهلیزونو ته په اشارې سره وویل چې د روان زیږدیز کال په نهو میاشتو کې د دغو دهلیزونو له لارې د ۲۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې ۱۵۴ میلیونه ډالر یې صادرات او ۱۲۱ میلیونه ډالر یې واردات دي.

چابهار بندر د افغانستان او ایران له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه دي چې له لارې یې افغانستان د هند، منځني ختیځ، سویلي او ختیځې آسیا، افریقا او اروپا بازارونو ته لاره مومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *