پاکستان ته د نورالدین عزیزي درې ورځني سفر پای؛ لاسته‌راوړنې که د پخوانیو ژمنو تکرار؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پاکستان ته د خپل سفر لاسته‌راوړنې مثبتې ارزوي.

ښاغلی عزیزي وایي، چې د درې ورځني سفر پر مهال یې، پاکستاني لوري سره پر بېلابېلو مسایلو، په ځانګړي ډول افغان کډوالو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه خبرې اترې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاتوي: «د سوداګرۍ او ټزانزیټ په برخه کې یو لړ لاسته‌راوړنې شته، له دې امله مو نهایي نه کړې، چې له پاکستانه یو پلاوی افغانستان ته راځي، هغوی سره به د دوه اړخیزې سوداګرۍ په ګډون، پر ټولو مسایلو خبرې اترې وکړو.»

ښاغلی عزیزي همداراز زیاتوي، چې دا مهال په هېواد کې د پانګونې لپاره هر ډول زمینه برابره ده او ټینګار کوي، چې پاکستان کې یې له افغان سوداګرو او صنعت‌ګرو سره لیدنه کې له هغوی غوښتي، څو افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه په دې اړه وویل: «موږ له سوداګرو او صنعت‌ګرو سره لیدنو کې له هغوی وغوښتل چې افغانستان ته راشي، دا مهال افغانستان کې د ژوند، کار، صنعت، سوداګرۍ او کرنې زمینه برابره ده.»

بل‌خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم په دې باور دي، چې دا مهال افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر دی او له پانګوالو یې غوښتي، چې په کور د ننه پانګه‌ونه وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «له پاکستاني سوداګرو غوښتل شوي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي؛ ځکه دا مهال افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ او د دې سفر پر مهال یې، د یاد هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر او هلته له مېشتو افغانان سوداګرو او کډوالو سره لیدنو کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد