آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ له ترینګلتیاوو او دواړو لورو ترمنځ سوداګریزو لارو له بندیدو وروسته، د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې د دغو لارو له تړل کېدو سره، پاکستاني سوداګرو ته ۴ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
د رپوټونو له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د لارو له تړل پاتې کېدو د اندېښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکړی چې دا بحراني وضعیت د افغانستان او منځنۍ هېوادونو د بازارونو د له لاسه ورکولو لامل شوی دی.
په ورته مهال، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وایي چې پاکستان دمګړۍ پر افغانستان د فشار وسیله له لاسه ورکړې ده.
د دوی په اند، د سوداګریزو لارو تړل پاتې کېدل لامل شوي چې د پاکستان اقتصاد له ځوړ سره مخ شي.
دوی دغه راز ټینګار کوي چې اسلامي امارت په اوسنیو شرایطو کې توانیدلی د هېواد سوداګریز وضعیت ښه مدیریت کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي:«پاکستان له کلونو راهیسې په افغانستان باندې د فشار د وسیلې په توګه بندرونه او د کډوالو وضعیت کارولی دی او زموږ سوداګري تل زیانمنه وه. خو د افغانستان له خوا د سوداګرۍ له ځنډولو سره، پاکستان پخپله زیانمن شوی دی؛ په پیښور کې له ۴۵ څخه زیاتې فابریکې تړل شوي، د دوی د میوو او سبزیجاتو بازار په ځوړ کې دی او دوی هره ورځ له ۴ میلیونه ډالرو څخه ډیر زیان ویني. پاکستان خپل پنځم لوی بازار، افغانستان، له لاسه ورکړی دی او دا ځل اصلي ضربه د پاکستان اقتصاد ته رسیدلې ده.»
د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړلو لپاره هیڅ قانوني توجیه نشته. دواړه هیوادونه د سوداګرۍ نړیوال سازمان او د ټرانزیټ اسانتیا کنوانسیونونو غړي دي او مکلف دي چې سوداګریزې لارې خلاصې وساتي. د دې وضعیت دوام د حکومتونو، خصوصي سکتور او دواړو خواوو سوداګرو ته زیان رسوي. موږ ټینګار کوو چې دا لارې باید ژر تر ژره پرانیستل شي، ځکه چې دا د دوه اړخیزې سوداګرۍ او سیمه ییز ټرانزیټ لپاره خورا مهم دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د اسلامي امارت ویاند وویل، ترڅو چې پاکستان له افغانستان سره د لارو پرانیستلو برخه کې قوي ضمانتونه ورنکړي، دا لارې به د افغانستان له لارې پرانیستل نه شي.
