مرکزي بانک: په ورځنیو معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو کارولو کچه صفر شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا په پار د هلو ځلو په دوام، د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ یوه پلاوي د هېواد سویل لوېدیځ زون ته سفر کړی او په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې یې د افغانستان بانک، سوداګریزو بانکونو او صرافیو فعالیتونه ارزولي دي.

د افغانستان بانک ویاند وایي، چې د دې سفر په لړ کې د مرکزي بانک پلاوي له سیمه‌ییزو مسوولینو سره په سرحدي سیمو کې د افغانیو کارونې پر دودولو او په ورځنیو چارو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو پر مخنیوي خبرې کړې دي. د مرکزي بانک ویاند آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې د دغو هلو ځلو په پایله کې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو کارونه صفر ته رسېدلې او دا مهال ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي. د هغه په خبره، دا د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ په برخه کې مهم ګام دی.

حسیب الله نوري په ورځنیو راکړو ورکړو کې د افغانۍ کارونې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړې: «د مرکزي بانک د هڅو په پایله کې، په ورځنیو راکړو ورکړو کې په ټولو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو د کارونې کچه صفر ته را ټیټه شوې ده.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په ورځنیو راکړو ورکړو کې د افغانیو کارونه مهمه بولي او ټینګار کوي، چې دا چاره نه یوازې د هېواد له اقتصادي ثبات سره مرسته کوي، بلکې پر بهرنیو اسعارو تکیه هم را کموي. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «هر څومره چې خلک په ورځنیو راکړو ورکړو کې له افغانۍ ګټه واخلي، له شک پرته چې زموږ د پیسو د باور لوړېدو لامل کېږي، همداراز که په کور د ننه توکو او خدمتونو بیې د افغانیو پر اساس تنظیم شي، د ملي پیسو ارزښت تثبیت کېږي او خلک به نور پر بهرنیو اسعارو تکیه ونه کړي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالهادي فرهنگ بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات ساتل، د ډالرو او یورو په څېر ضروري دي؛ هر څومره چې معاملې او قیمت‌ګذارۍ پر افغانیو وي، د دې پیسو ارزښت ورسره زیاتېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې، د هېواد په ګڼو ولایتونو کې په ورځنیو راکړو ورکړو کې له بهرنیو اسعارو ګټه اخیستل کېده؛ خو دا مهال دا چاره په بشپړ ډول بنده شوې او ورځنۍ معاملې یوازې په افغانۍ ترسره کېږي. دې ګام نه یوازې په بازار کې ثبات رامنځته کړی، بلکې د افغانۍ ارزښت په ساتلو کې یې هم مثبت رول لرلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *