آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبکستان انرژۍ له وزیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د لاسلیک شویو پروژو د بشپړېدو لپاره ټاکل شوي وخت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونت وایي، چې په دې لیدنه کې د ازبکستان د انرژۍ وزیر د افغانستان له اقتصادي ودې د ملاتړ په اعلان سره، ډاډ څرګند کړی، چې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره به یادې پروژې تطبیق کړي. هغه همداراز ټینګار کړی، چې تاشکند کابل سره د کرنې، انرژۍ، صنعت، روغتیا او زدهکړو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هېواد کې د زېربنایي پروژو لپاره د پانګونو جلبول ګټور ګام بولي او ټینګار کوي، چې د دغو پروژو پراختیا کولی شي د هېواد اقتصادي ودې، کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو د باور زیاتوالي لامل شي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي آفاق خبري آژانس سره د دې پروژو په اړه وایي: «کیفیت لرونکې زېربنایي او ساختماني پروژې، نه یوازې خلکو ته د کار زمینه برابروي،، بلکې د بازارونو غوړېدا او عمومي خدمتونو غورهوالي لامل کېږي. دا ډول پروژې کولی شي د بېوزلۍ کابو کولو په برخه کې مهم رول ولري او په عین حال کې د افغانستان اقتصاد ورسره په بېساري توګه وده کوي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی اسماعیل ځدراڼ بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «هغه پروژې چې افغانستان کې عملي کېږي او په نورمال ډول مخته وړل کېږي، فکر کوم پر مټ یې خلکو ته زیات کاري فرصتونه برابرېدای شي.»
واحد احمد فراهي چې د اقتصادي چارو بل شنونکی دی، آفاق خبري آژانس سره د کابل او سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په اړه وایي: «د سیمې له ټولو هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي همکاریو اړیکې خورا مثبتې دي. طبیعي ده، چې موږ له یو شمېر هېوادونو سره یو اړخیزې ګټې لري، خو له ځینو نورو سره، په ځانګړي ډول ترکمنستان او ازبکستان سره دوه اړخیزې ګټې لرو او هغوی هم افغانستان سره اقتصادي او غیر سیاسي دوه اړخیزو اړیکو باور لري او دا چاره د هېواد په ګټه ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنې په ورځ (زمري ۲۶مه) د افغانستان برېښنا شرکت او ازبکستان انرژۍ وزارت ترمنځ د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږد او وېش څلور هوکړې لاسلیک شوې. د دې تړون له مخې به ازبکستان افغانستان ته د ۱۰ کلونو لپاره زر مېګاواټه برېښنا ورکوي او چارې به یې هم په اتلسو میاشتو بشپړې شي.