آفاق خبري آژانس؛ کابل: له افغانستان سره د بندرونو پر پرانیستلو د پاکستان له پرله پسې غوښتنو او د سعودي عربستان په منځګړیتوب د کابل او اسلام آباد ترمنځ د خبرو اترو له بې پایلې کېدو وروسته، د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور په یوه غونډه کې ویلي چې پاکستان له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې، دروازې په خپله خوښه د افغان سوداګرو پر مخ تړلي او د هېواد اقتصاد ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
نوموړي زیاته کړه د بندرونو له دوه میاشتني تړل پاتې کېدو وروسته چې د افغان سوداګرو د میوو او سبزیو د خرابېدو لامل شول، دمګړۍ د پاکستان د میوو د صادراتو موسم را رسیدلی او دا هېواد هڅه کوي بندرونه پرانیزي، او پر افغانستان د فشار لپاره له نړیوالو بنسټونو ګټه پورته کوي.
د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي:«پاکستان له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې خپلې پولې تړلې دي، او د میوو او سبزیو په ګډون زموږ د سوداګرو محصولات، زیانمن شوي دي، چې ملي اقتصاد ته یې لوی زیان اړولی دی. اوس چې د پاکستان د میوو موسم را رسیدلی، هڅه کوي چې په هره ممکنه لاره خپلې لارې پرانیزي او خپل توکي افغانستان ته صادر کړي.»
خو د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي چې پاکستان تل په اقتصادي او سیاسي برخو کې له خپلو اقداماتو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړې دي.
دوی په دې باور دي چې اسلامي امارت باید د داسې اقداماتو په وړاندې غبرګون وښيي او پر وړاندې یې روښانه او پرېکنده پالیسي غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ریاض په منځګړیتوب دوه ورځې وړاندې یوه غونډه وشوه، چې پکې دواړو خواوو په خپلو مخکنیو دریځونو ټینګار وکړ او د هوکړې هیڅ نښه یې ونه لیدل شوه.
په دې وروستیو کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ملګرو ملتونو له دغه هېواده غوښتي چې له افغانستان سره خپلې لارې پرانیزي.
