راستنېدونکو ماشومانو سره د اروپایي ټولنې مرسته؛ اقتصاد وزارت یې هرکلی کړی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د راستنېدونکو کډوالو پراخې څپې ته په اشارې، د اروپایي ټولنې د ۱۰ میلیونه یورو مرستې هرکلی کوي او زیاتوي، چې دا مرستې بسنه نه کوي او له هېوادونو او مرستندویه بنسټونو یې غوښتي، چې په پراختیایي برخو کې هم خپلې مرستې زیاتې کړي. ښاغلي نظري همداراز له کوربه هېوادونو غوښتي، چې هلته مېشت افغانان په عزت او پوره درناوي سره هېواد ته را ولېږدوي.

عبداللطیف نظري آفاق خبري آژانس سره د دې مرستې په اړه زیاتوي: «د افغانستان له خلکو سره د اروپایي ټولنې د ۱۰ میلیونه یورو مرستې هرکلی او مننه کوو. د راستنېدونکو څپې ته په کتو، دا مرستې په هېڅ عنوان بسنه نه کوي، له همدې امله هیله لرو چې اروپایي ټولنه په انکشافي او پرمختیایي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

تر دې وړاندې اروپایي ټولنې د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې د راستنېدونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره یې ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړي دي. کابل کې د دې ټولنې دفتر زیاته کړې، چې دا پیسې به د یونیسف له لارې د افغان ماشومانو، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې له ایران او پاکستان را ایستل شوي، د هغوی د ښوونې او روزنې، روغتیا، خوارځواکۍ او نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره په راتلونکو درېیو کلونو کې ولګول شي.

د اروپایي ټولنې د خبرپاڼې یوه په یوه برخه کې راغلي: «دا مرستې به د راتلونکو درېیو کلونو په اوږدو کې د افغان ماشومانو د زده‌کړو، روغتیا، خوارځواکۍ او نورو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې ولګول شي.»

د کډوالو حقونو فعال گلاخان بهادري بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «هغه کډوال چې په ایران او پاکستان کې ژوند کوي، د روغتیا، زده‌کړو او کار په برخه کې دې ورته اسانتیاوې برابرې شي او نړۍواله ټولنه هم مکلفه ده، څو په دې برخه کې افغان کډوالو سره همکاري وکړي.»

د کډوالو حقونو بل فعال جمعه خان پویا د دې مرستې په اړه بیا داسې لیدلوری لري: «افغان ماشومان، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې له ایران او پاکستان را ایستل شوي دي، پراخ او جدي نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري. که څه هم د اروپایي ټولنې او اېټالیا ۱۰ میلیونه یورو مرسته د افغان ماشومانو لپاره رغنده او ګټور ګام دی، خو تمه ده نړۍوال بنسټونه د هغوی لپاره د زده‌کړو او روغتیا په برخه کې لا مرستې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې په تېر یوه کال کې زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې د سرپناه نشتوالي، وزګارۍ او زده‌کړو په برخه له ننګونو سره مخاخ دي. هغه ننګونې چې د کورنيو او بهرنیو بنسټونو بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *