آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډو کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره؛ له هغه غوښتي چې افغانستان کې د نفت او ګازو د استخراج او تصفیې، ساختماني پروژو، رېلپټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي. ښاغلي برادر زیاته کړې، چې افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت بهرنیو پانګهوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې اقتراغلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي برادر د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره بللی او ټینګار یې کړی، چې سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د تاتارستان ولسمشر ته د کابل سفر بلنه هم ورکړې ده. په دې لیدنه کې د تاتارستان ولسمشر ښاغلي رستم مینیخانوف په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم بلل او زیاته کړې یې ده، چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي.
ښاغلي مینیخانوف زیاته کړې، چې افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړوي او په خبره یې د دې موخې د تحقق لپاره به تاتارستاني پلاوي د بازار ارزونې په موخه افغانستان ته سفر وکړي او له هغه وروسته به په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي. په دې ناسته کې د کاماز موټرو شرکت عمومي ری هم ویلي، چې یاد شرکت چمتو دی افغانستان ته د بار وړونکو کاماز موټرو او اطفایو صادرات زیات کړي. په دې لیدنه کې د تاتارستان جمهوریت د کرنې او خوراکي توکو وزیر هم ویلي، چمتو دي چې افغانستان ته له دې وروسته د حلالو خوراکي توکو صادرات زیات کړي.
په ورته وخت کې، د (روسیې – اسلامي نړۍ) شپاړسمه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د وینا پر مهال د دې ادارې د لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د تعلیمي نصاب بیاکتنې، زندانیانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابرولو او د ځوانانو وړتیاوو لوړولو په اړه خبرې کړې دي. غلام حیدر شهامت زیاته کړې، چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې څه د پاسه ۱۲ زره او ۴۰۰ ځوانانو په ۴۸ بېلابېلو تخصصي څانګو کې زده کړې کړې او په خبره یې، د هېواد په بندخونو کې هم د زده کړو منظم پروګرامونه په لاره اچول شوي دي. ښاغلي شهامت د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، چې دا مهال د اسلامي امارت څه د پاسه ۳۷ زره ځواکونه د هېواد په فني او حرفوي مرکزونو کې پر زده کړو او ظرفیت لوړونې بوخت دي، څو ملت ته د خدمت ترڅنګ، د هېواد په اقتصادي وده او رغونه کې هم ونډه واخلي.
د اقتصادي چارو شنونکي دا ډول سفرونه نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې، بلکې له سرپرست حکومت سره د نړۍ تعامل په برخه کې هم ګټور بولي. د دوی په باور، افغانستان ته په کار ده، چې له هرې ممکنه هڅې په استفادې د سیمې او نړۍ په دا ډول غونډو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون او د موضوع اړوند خپل دریځ روښانه کړي. د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د اقتصادي مسایلو کارپوه، سید مسعود په دې اړه وایي: «دا په لوړه کچه د افغانستان لپاره یو مهم او حیاتي سفر دی، چې کولی شي د روسې په څېر له سترو هېوادونو سره د رسمي تعاملاتو پر وړاندې شته خنډونه له مخې پورته کړي. له سیاسي اړخه د روسي چارواکو له لوري د اسلامي امارت د پلاوي هرکلی زیات ارزښت لري او له اقتصادي اړخه د دې احتمال شته، چې د کازان غونډې په څنډو کې د اقتصادي همکاریو ځینو تړونونه لاسلیک شي او دا چاره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او افغانستان اقتصادي ودې لپاره فرصت برابروي.»
دا چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان د امریکا او لوېدیځې نړۍ له بنډیزونو سره مخ او د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او ان تر دې چې لا تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، اسلامي امارت ته په کار ده، چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول سره روسیې سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو لمن پراخه کړي. که څه هم د اسلامي امارت چارواکي تل ټینګار کوي، چې له شرق او غرب سره د ښو اړیکو او مثبت تعامل غوښتونکي دي او له نړۍوالو یې غوښتي، چې د فشار پر ځای د ډیپلوماسۍ لار خپله او د ستونزو او اندېښنو د حل په موخه اسلامي امارت سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته حاضر شي.
پر فشارونو سربېره؛ اسلامي امارت توانېدلی چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسیایي هېوادونو کې خپلې سیاسي استازولۍ فعالې وساتي. له دې ورها خوا اسلامي امارت توانېدلی چې په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګونه وکړي، چې ښه بېلګه یې هم د سیمې په کچه د سترو پروژو لکه ټاپي، کاسا زر، اوسپنۍ پټلۍ او ځینو نورو پروژو د عملي چارو پیلېدل او پرمختګ بلل شو.
که اسلامي امارت د نړۍوالو ځینو اندېښنو ته، چې دا اندېښنې تر ډېره افغانان هم لري، لکه د نجونو پر وړاندې د ښوونیزو بنسټونو تړلي پاتې کېدل، مېرمنو ته د کار کولو نه اجازه او همداراز یو لړ نور محدودیتونو ته رسېدنه وکړي، نه یوازې چې دا چاره به په کور د ننه له هرکلي سره مخ شي، بلکې ډېری بهرني هېوادونه او بنسټونه به هم سرپرست حکومت سره په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې رسمي تعامل ته زړه ښه کړي.