آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او تاتارستان جمهوریت د خصوصي سکتورونو ترمنځ ناستو کې د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د تېلو، ساختماني موادو، برېښنایي وسایلو، روغتیایي موادو، اوبو مدیریت، د چورلکو تولید او اوسپنې ویلې کولو په برخه کې د دواړو لورو د سوداګرو ترمنځ هوکړې لاسلیک شوې.
په دې ناستو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست تاتارستاني پانګهوالو ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان کانونو، کرنې او طبي بوټو په برخوکې پانګونه وکړي. همداراز د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د اسلامي امارت پلاوي ته بلنه ورکړې، څو د اګسټ په ۲۶مه د نفتي توکو په نندارتون کې ګډون وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد د دغه وزارت له سرپرست سره د تاتارستاني پلاوي د لیدنې په اړه زیاتوي: «د افغانستان او تاتارستان جمهوریت د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې. د دې ناستو مهمه موخه د دواړو لورو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د تعامل زیاتوالی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د تاتارستان جمهوریت له خصوصي سکتور وغوښتل، څو د افغانستان کانونو، کرنې او طبي بوټو سکتورونو کې پانګونه وکړي.»
بلخوا تاتارستاني پلاوي د کانونو او پټرولیم او همداراز د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت له سرپرست وزیرانو سره جلا- جلا ناستو کې د کانونو، تېلو، ګاز، اوسپنې، سرو زرو او جستو په برخو د پانګونې او اقتصادي همکاریو پراختیا او همداراز د ترانسپورتي همکاریو زیاتوالي، د کوماز موټرو لپاره د معیاري ورکشاپونو جوړولو، د سوداګریزو توکو لېږد زیاتوالي او کابل او کازان ترمنځ د مستقیمو الوتنو په اړه خبرې کړې دي. د دواړو وزارتونو سرپرست وزیرانو هم د همکاریو پر دوام او د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان زیاتوي: « په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او تاتارستان د ګډو اقتصادي اړیکو او پانګونې پیاوړتیا په موخه خبرې وکړې. د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د خپل هېواد د کمپنیو په اړه معلومات وړاندې کړل زیاته یې کړه: زموږ شرکتونه د نفتو، اوسپنې او سر زرو په برخه کې د ښو تجربو په لرلو سره په بېلابېلو هېوادونو کې کار کوي او ژمن یو چې دافغانستان د کانې زېرمو په برخه کې ګډې همکارۍ او د پانګونې په برخه کې کار وکړو دغه راز یې د نفتو، جستو، اوسپنې او سروزرو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه لېوالتیا څرګنده کړه.»
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند حکمتالله آصفي بیا د دې لیدنې په اړه وایي: « په دې ناسته کې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ټرانسپورټي او لوژستیکي اړیکو د رامنځته کولو او پراخولو، د کوماز ډوله وسایطو لپاره د یو معیاري ورکشاپ د پرانیستلو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر په خپلو خبرو کې وويل، چې د تاتارستان پانګوال کولی شي په افغانستان کې د ټرانسپورټ او لوژستیکي تاسیساتو په برخه کې پانګونه وکړي او دا زمینه ورته په ښه ډول برابره ده.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د تاتارستان جمهوریت غوره تخنیکي متخصصین لري او په خبره یې، د دغه هېواد له لوري پانګونه کولی شي، په هېواد کې د زېربناوو، د سرچینو مدیریت او اقتصادي ودې په برخو کې مهم رول ولري. د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «تاتارستان هېواد د اوبو سرچینو مدیریت، برېښنا او لوجیستک په برخه کې غوره تخصص لري او په دې برخو کې پانګونه کولی شي د افغانستان اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تاتارستاني پلاوي کابل ته د رسمي سفر پر مهال، د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره لیدنو کې د بېلابېلو مسایلو، په ځانګړي ډول انرژۍ، اوبو مدیریت، زېربناوو، ترانسپورت، کانونو او نورو برخو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.