آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر ناندا اوالیست سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو پېژندنې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند په خبره، په دې لیدنه کې ښاغلي عزیزي د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګرۍ بېلانس اړتیا ته په اشارې سره زیاته کړې، چې دا مهال افغانستان کې د صنعت، کانونو، کرنې او نورو سکتورونو کې د پانګونې مناسب فرصت برابر شوی دی. په دې لیدنه کې همداراز دواړو لورو د پانګونې په برخه کې د فرصتونو پېژندنې په موخه د یوې ګډې کاري ډلې ګومارلو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.
آخندزاده عبدالسلام جواد د دې لیدنې په اړه زیاتوي: «د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه، چې افغانستان کې د صنعت، کانونو، کرنې او نورو سکتورونو کې د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر شوی او همداراز اندونیزیا هم د خامو موادو پراخې سرچینې لري، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو په همغږۍ سره کولی شو ډېر کار وکړو.»
له دې سره هممهاله د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې اسلامي امارت باید د بهرنیو پانګونو جلب لپاره، په اقتصادي برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال زیاتوي: «اسلامي امارت باید د دا ډول تړونونو او پانګونو جذبولو لپاره جدي اقدامات وکړي او باید د دغو هېوادونو لپاره د لا زیاتې پانګونې زمینه برابره کړي، څو د افغانستان اقتصاد وده وکړي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالظهور مدبر په دې اړه داسې لیدلوری لري: «اندونیزیا د سویل ختیځ یو له زیات نفوس لرونکو هېوادونو دی او د افغانستان وچې او تازه مېوې لپاره یو غوره بازار واوسي. افغانستان د مناسبو ډیپلوماټیکو او سوداګریزو اړیکو په لرلو سره کولی شي له بېلابېلو لارو، لکه پاکستان، هند او چابهار بندر له لارې خپل محصولات دغه هېواد ته صادر کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست تر دې وړاندې د ۱۲ هېواداونو ترکیې، قطر، بحرین، فلسطین، یمن، عمان، اردن، جيبوتي، اتیوپي، سومالیا، مالیزیا او هندوستان له سوداګرو او پانګهوالو سره لیدنه کې افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې وه.