آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو او په استانبول کې له بېپایلې مذاکراتو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو برخلیک لا هم ناروښانه پاتې دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی، د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د پراخو زیانونو په اړه وایي، چې دا مهال د افغانستان سوداګریز توکي د شمالي هېوادونو او هند له لارې بهر ته صادرېږي.
ښاغلي الکوزي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د صادراتو لګښت په زیاتوالي سره، د افغانستان د صادراتو کچه هم ټیټه شوې ده. خانجان الکوزی زیاتوي: «زموږ تر ټولو زیات صادرات دا مهال رومي بانجان دي، چې اوس یې شمالي هېوادونو او هندوستان ته لېږو. د پاکستان لارې زموږ لپاره نږدې او ارزانه وې او له همدې لارې ډېری توکي صادرېدل. په ټوله کې، دې وضعیت دواړو لوریو ته ډېر زیان اړولی دی.»
په همدې حال، یو شمېر افغان سوداګر چې مالونه یې د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې بند پاتې دي، وایي چې سبزۍ او نور محصولات د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دي او له دواړو لوریو یې غوښتي، چې ژر تر ژره سوداګریزې لارې د ټرانزیټ پرمخ پرانیزي.
افغان سوداګر امداد مومند په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د دې دروازې په تړل کېدو سره، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یو. ځینې کسان چې مڼې، انګور او رومي بانجان لېږدوي، له درنو زیانونو سره مخامخ شوي دي.»
د دې ترڅنګ، یو شمېر افغان کډوال چې له پاکستانه را ایستل شوي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه بند پاتې دي او په سخت وضعیت کې قرار لري. د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایی، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام د ټولو نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو خلاف عمل دی.
د کډوالو حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د کډوالۍ، سرغړونو او نښتو مسایل انساني اړخونه لري او په دې برخه کې لازمه ده چې د افغانستان او پاکستان چارواکي د نړيوالو ادارو سره يو ځای اړينې همکارۍ وکړي او د کډوالو وضعیت ته د رسېدو لپاره لازمې خبرې اترې پیل کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له غچ اخیستونکو بریدونو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې تړل شوې او دې چارې د کرښې دواړو خواوو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
