د چرګانو فارمونو پنځه برابره زیاتوالي؛ افغانستان د چرګانو غوښې او هګیو تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی

آفاق خبري آژآنس؛ کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالداری وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي چې اوس مهال په ټول هیواد کې د څه باندې یو میلیارد دالرو په ارزښت ۱۵ زره د چرګانو فارمونه فعال دي.

ښاغلی مستعین دغه فارمونه د چرګانو غوښې او هګیو تولید په برخه کې د ځان بسیاینې په پار ګټور بولي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند په دې اړه آفاق ته وویل: «اوس وخت په ټول هیواد کې پنځلس زره د مرغداری فارمونه د یو میلیارد دالرو په ارزښت فعالیت کوي چې دغه فارمونه د هیواد په ځان بساينې او د چرګ غوښې تولید برخه کې فعالیت کوي.»

افغانستان یو مخ پر ودې هیواد دی، خو د اقتصاد ډېری برخه یې، له ګاونډیو هېوادونو په وارداتو ولاړه ده او تازه په ځینو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان افغانستان یو کرنیز هیواد بولي او په دې باور دي چې اوسنی وضعیت د کرنې په سکتور کې د پانګونې او د چرګانو د هګیو او غوښې د تولید لپاره تر بل هر وخت غوره دی.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد نبي افغان په دې اړه وویل: «اوس وخت په دې برخه کې د پانګونې ښه زمینه برابر شوې ده د سوداګرۍ وزارت او خونې باید د یوې پالیسۍ په جوړولو سره زموږ ظرفیت معلوم کړي او زموږ اړتیاوې د چرګانو د غوښې تولید برخه کې معلومې کړي او د هغه په نظر کې نیولو نورو پانګوالو ته د پانګونې لپاره دعوت ورکړي.»

د اقتصادي چارو بل کارپوه احمد فردوس بهگزین په دې اړه وویل: «د فارمونو د جوړولو ترڅنګ باید د هغه نظافت، پروسس، بسته بندۍ او ذبح کولو برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي. که موږ دغه ځانګړنې ونلرو هم د داخلي بازارونو پاملرنه کمیږي او هم به د بهرنیو بازارونو پاملرنه کمه وي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ټینګار کوي چې د یاد وزارت د چارواکو د هلو ځلو په پایله کې ، د چرګانو د فارمونو شمېر له درې زرو، پنځلس زرو ته لوړ شوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد