د واګه بندر تړلي پاتې کېدل؛ ډیپلوماټیکې هڅې که د بدیلو لارو لټول؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان زېږدیز کال د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه د هند تر ولکه لاندې کشمیر پهلګام سیمه کې نامعلومو وسله‌والو پر سیلانیانو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د یوه نیپالي په ګډون ۲۶ هندوان ووژل شول. دا برید هغه مهال رامنځته شو، چې د هند لومړی وزیر نرندرا مودي د ریاض په سفر و، هغه خپل په نیمایي کې راټول او بېرته هندوستان ته را وګرځېد. هندي چارواکو د دې برید پړه پر پاکستان واچوله، خو پاکستاني چارواکو بیا په دې پېښه کې هر راز لاس لرل رد کړل؛ د هند غوسه په آسانۍ سړه نه شوه، سمدستي یې پاکستان سره یو شمېر تړونونه لغوه او دواړو لورو واګه بندر د هر راز تګ راتګ پرمخ وتاړه. پاکستان بیا خپل هوایي حریم هم د هندي الوتکو پر وړاندې بند کړ او دواړو لورو له یو بل سره هر راز راشه درشه بنده کړه. پر دې سربېره دواړو لورو کشمیر کې څلور ځله پر یو بل ډزې وکړې او تر نن پورې یو بل ته ګواښونه هم کوي.

د هند او پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو، په ځانګړي ډول د هند له لوري د واګه بندر تړل کېدو، افغانستان هم اغېزمن کړی دی. تازه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو او یو شمېر سوداګرو سره پاکستان کې د دوی د ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه لیدلي دي. په دې لیدنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په ټرانزیټي برخه کې د رامنځته شویو ستونزو په اړه د هند او پاکستان له دولتونو سره د خبرو اترو غوښتنه کړې او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړی، چې د دغه وزارت مسوولین له ډیپلوماټیکو چینلونو د دې ستونزې د هواري هڅې کوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګررۍ ګډې خونې رییس خانجان الکوزی، چې د دې غونډې ګډونوال دی، وایي چې افغانستان په کلني ډول د واګه بندر له لارې شاوخوا د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کوي. د ښاغلي الکوزي په خبره، دا مهال واګه بندر کې ۱۵۰ کانټینره صادراتي توکي بند پاتې دي او همداراز د هند له لوري دوه زره کانټینره صادراتي توکي په کراچۍ بندر کې بند پاتې او د پاکستان له لوري افغانستان ته د واردولو اجازه نه ورکول کېږي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس آفاق خبري آژانس ته په دې اړه زیاته کړه: «موږ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په دې اړه غونډه وکړه او مفصلې خبرې مو ورسره وکړې. ښاغلي متقي اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه، څو دا مسئله په جدي توګه تعقیب کړي.»

بل‌خوا د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز «د پاکستان-هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه‌ یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې وروستۍ ترینګلتیا، پر سیمه او ځانګړې توګه افغانستان یې اغېزو او نورو اړوندو موضوعاتو د ګردي مېز په بڼه بحث کړی دی. په دې غونډه کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت الله ځلاند ویلي، چې اسلامي امارت اوس مهال د خپل متوازن سیاست په رڼا کې له دواړو هېوادونو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی. د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس نوراحمد نور بیا ویلي، چې د هند او پاکستان وروستيو اقداماتو سیمه، په ځانګړي ډول افغانستان اغېزمن کړی او په خبره یې د واګه بندر په تړل کېدو سره د افغانستان د سوداګرۍ سکټور ته د پام وړ زیان اوښتی دی. ښاغلي نور زیاته کړې، چې افغانستان له هند او پاکستان سره پراخ مشترکات لري او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت ته د سیمې ثبات او امن مهم دی.

په ورته وخت کې د پاکستان ډان ورځپاڼې بیا د افغانستان او پاکستان د صنعت او سودګرۍ ګډې خونې د مرکزي رییس په حواله راپور ورکړی، چې هند د واګه بندر له لارې افغان بار وړونکو لاریو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې. د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان حکومت هم هغو لاریو ته چې افغانستان ته هندي توکي لېږدوي، د تګ اجازه نه ده ورکړې. دې ورځپاڼې زیاته کړې، چې د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو ترینګلتیاوو، افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د چارو شنونکي بیا وایي، سره له دې چې واګه بندر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره مهم او حیاتي ارزښت لري، خو ټینګار یې دا دی، چې افغانستان د دې ستونزې د دایمي حل په موخه باید د بدیلو لارو په اړه فکر وکړي او د چابهار بندر له لارې سوداګري پراخه کړي. د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ له آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وویل: «واګه بندر د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري، د دې بندر تړل کېدل د افغانستان د اقتصاد لپاره ستره ضربه ده، حکومت باید له بدیلو لارو، لکه چابهار ګټه واخلي او بله دا چې د سیمې هېوادونه دې پر پاکستان او هند فشار راوړي، چې دا لار بېرته پرانیزي.

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «اړتیا ده چې موږ پر بدیلو لارو غور وکړو او خپلې سوداګرۍ ته د چابهار بندر له لارې دوام ورکړو، همداراز په کورنیو توکو کې نړۍوال معیارونه په پام کې ونیسو، څو وکولی شو د خپلو توکو لپاره نور بازارونه پیدا او د افغانستان محصولات هلته وپلورو.»

دا چې د هند او پاکستان ترمنځ روانې ترینګلتیاوې به کله پای‌ته رسېږي لا روښانه نه ده، خو د دوی ترمنځ د ترینګلتیاوو دوام به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز ولري او د هرې ورځې په تېرېدو سره به، د افغان سوداګرو او خصوصي سکتور پر وړاندې ستونزې زیاتېږي. دا چې اسلامي امارت به وکولی شي دواړو لورو ته قناعت ورکړي کنه؟ هغه پوښتنه ده، چې د وخت په تېرېدو سره به ځواب شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد