آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان د تېلو او ګازو د ۳۰م نړۍوال نندارتون په څنډو کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال سره لیدلي دي. د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د لېږد – رالېږد د لګښتونو کمښت او د سرحدي سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
د هغه په خبره، ترکمنستاني لوري د افغاني محصولاتو وارداتو ته لېوالتیا ښودلې او د کابل او مزارشریف له صنعتي ښارګوتو یې د لیدنې په موخه، د یوه پلاوي له استولو خبر ورکړی دی. د ښاغلي جواد په خبره، په دې لیدنه کې د سیمهییزو همکاریو کچې لوړولو په پار، دواړو لورو په تورغنډۍ کې د یوه لوجستیکي مرکز د جوړېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي: «ښاغلي آتاقلیاف د قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیا لپاره د ترکمنستان په «کوشکه» ښار کې د یو لوجستیکي مرکز د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي. په مقابل کې، ښاغلي عزیزي په تورغنډۍ بندر کې د ورته مرکز او ځانګړې اقتصادي سیمې د جوړېدو پر اهمیت ټینګار کړی او د ګډو پانګونو لپاره یې اړین چمتووالی ښودلی دی.»
له دې سره هممهاله، د صعنت او سوداګرۍ وزیر په سوداګریزو چارو کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال او د وزیرانو کابیني له رییس سره لیدنه کې د برېښنا، انرژۍ، صنعت او ساختماني برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان او ترکمنستان لپاره د ټاپي پروژې پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د دې پروژې پلي کېدل به نه یوازې د کاري فرصتونو او د افغانستان د اقتصادي ودې لامل شي، بلکې د سیمې لپاره د انرژۍ تامینولو په برخه کې به د دغه هېواد رول پیاوړی کړي.
آخندزاده عبدالسلام جواد د دې لیدنې د جزیاتو په اړه وایي: «دواړو خواوو د ترکمنستان ولسمشر له لوري د ټاپي پروژې د دویم فاز د پرانیستې او پرمختګونو د یادولو پر مهال، دا لاسته راوړنه د صنعت د پراختیا، د اقتصادي همکاریو د پياوړتیا او د سيمهييزې سوداګرۍ د حجم د زياتوالي په لور يو مهم او اغېزناک ګام وباله.»
د کابل او عشقآباد ترمنځ د اړیکو پراختیا ته په کتو، ترکمنستان سره د سوداګریزو همکاریو پراختیا تر کومه بریده کولی شي د افغانستان د اقتصاد لپاره ګټور او سټراټیژیک ګام تمام شي؟
د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس فرزاد آفاق خبري آژانس سره د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «دا لیدنې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو، د ګډو پروژو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په موخه شوې دي. دغه ډول تعاملات کولای شي د سيمهييزو اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د لا زياتو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکمنستان د تېلو او ګازو ۳۰م نندارتون کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته سفر کړی دی.
