د برېښنا شرکت او عزيزي ګروپ ترمنځ د برېښنا توليد په برخه کې د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو پیل تړون، د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو او پانګهوالو په حضور سره، کابل کې لاسلیک شو. په دغو پروژو کې درې د لمريزې برېښنا پروژې د کابل په نغلو، د پروان باریکآب او غزني ولایت کې پلي کېږي او د ډبرو سکرو دوې پروژې، په تخار او بغلان ولایتونو کې عملي کېږي.
د برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار وایي، چې د دغو پروژو ټولیز ظرفیت ۸۴۵ مېګاواټه دی او په خبره یې، ټولټال به ورباندې شاوخوا ۴۶۳ ميليونه ډالره پانګونه وشي. د نوموړي په وینا، د لمريزې برېښنا پروژو چارې به تر راتلونکو دوو کلونو او د ډبرو سکرو پروژو چارې به د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي، په دې مراسمو کې د دغو پروژو پلي کېدل د افغانستان د ځانبسياینې پر لور مهم ګام وباله او په خبره یې، برېښنا د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره اساسي ارزښت لري. نوموړي زياته کړه چې د برېښنا په برخه کې پانګونه کولای شي د خلکو ستونزې راکمې او په هېواد کې د نورو پانګونو د جذب زمينه برابره کړي.
د کانونو او پټروليم وزير هدايتالله بدري هم په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، چې په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول پرمخ روانې دي او تمه ده د روان کال تر پایه بشپړې شي. هغه له پانګهوالو وغوښتل چې د کانونو په برخه کې هم پانګونې وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزير محمد يونس آخندزاده هم وويل، چې د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ګډې هڅې افغانستان ځانبسیاینې ته رسولی شي او اوسنی ثبات یې د پانګونې لپاره غوره فرصت وباله.
د ویلو ده، چې تر دې وړاند د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي ګروپ ترمنځ د ۱۰ میلیارده ډالرو په پانګونې سره، د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید هوکړه لاسلیک شوې وه. د عزیزي ګروپ مشر د هغې هوکړې د لاسلیک پر مهال ویلي وو، چې دا پروژه کولی شي په هېواد کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.