د اوبو او انرژۍ وزارت د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې او پالنې پروژه او همداراز دوه چیکډېمونه ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د دغه وزارت سرپرست عبداللطيف منصور د محمد آغه ولسوالۍ لپاره د سرخاب بند ارزشت حیاتي بللی او د دې بند د ساتنې او پالنې د پروژې بشپړیدل یې یوه ګټوره لاسته راوړنه بللې ده.
عبداللطیف منصور ټینګار کړی چې د اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ د هېواد د آبادۍ لپاره هلې ځلې کوي او په تېرو درېیو کلونو کې یې د هېواد د پرمختګ او آبادۍ لپاره ګڼې پروژې پلي کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د لوګر والي د یادو پروژو تطبیق د کرنې او اقتصاد د ودې په برخه کې مهم ګام بللی او د سیمې له خلکو یې غوښتي چې د دغو پروژو په ساتنه کې همکاري وکړي.
په همدې حال، د اوبو او انرژۍ وزارت او د لوګر سیمهییز مسوولینو د دغو پروژو د ارزښت په اړه د معلوماتو په ورکولو سره، دا ډول پروژې د اوبو د مدیریت په برخه کې مهمې بللې دي.
د ویلو ده، چې د سرخاب بند د ساتنې او پالنې پر پروژه څه د پاسه ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې ورکړل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا بند د نهه میلیون متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري او همداراز درې زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه او شاوخوا نهه زره کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترې برخمنې شي.
په همدې توګه، دغه ولایت کې دوه چیک ډېمونه هم د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي، چې د ۱۶ زره متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.