د اقتصادي همکاریو نړیواله غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، ددې وزارت د امنیتي چارو لوړ پوړي مرستیال محمد ابراهیم صدر په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی د نړیوالو اقتصادي همکاریو (ایکو) په نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی.

ښاغلي قانع ددې سفر موخه په دې ناسته کې ګډون، د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا او د اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا بللې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « د دې سفر موخه د تفاهم لیک د لاسلیک په غونډه کې ګډون کول او همدارنګه د سیمه ییزو همکاریو پراختیا او د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړي کول دي.»

له دې سره همهاله، د اقتصادي او سیاسي چارو ځيني شنونکي په سیمه‌ییزو ناستو له هغې ډلې د اقتصادي همکاریو (ایکو) سازمان کې د اسلامي امارت د چارواکو ګډون د افغانستان او غړو هېوادونو په ګټه ګڼي او ټینګار کوي، په داسې ناستو کې د افغانستان فعال حضور کولای شی د ډیپلوماټيکو اړیکو، اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا او د هېواد سیمه‌ییز ځای لوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي زياتوي: « په دا شان غونډو کې ګډون يو مثبت ګام دی. په دې اقدام سره، استازي کولای شي د افغانستان ریښتیني حقايق له نړيوالو هيوادونو سره شريک کړي، او همدارنګه د خبرو اترو او تعامل له لارې له غړو هيوادونو سره د افغانستان ډيپلوماتیکې اړیکې نورې پیاوړې او پراختيا ورکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش بیا وایي: « موخه دا ده چې له لویو پروژو ملاتړ وشي او مدیریت یې وشي او د دې پروژو امنیتي او اداري مسوولیت په هېواد کې د افغان ادارو پر غاړه وي. دا ګام د اسلامي امارت یوه مهمه او مثبته لاسته راوړنه ګڼل کیدای شي.»

د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو غونډه، د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ په ډیروالي، د علمي او کلتوري همکاریو پر پراختیا او د سیمه‌ییز ګډ بازار د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *