د افغانستان اقتصادي ودې په اړه د نړۍوال بانک له راپور د ا.ا هرکلی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په روان ۲۰۲۵ کال کې په منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان کې د اقتصادي وضعیت ښه‌والی په اړه د نړیوال بانک له وروستي راپور هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم عوامل مالي روڼتیا، د ګمرکونو سخته څارنه، د فساد کمول، د لویو اقتصادي پروژو پلي کول او په هېواد کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ دی.

عبداللطیف نظري په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «د هېواد په اقتصادي وده اغیز کوونکي عوامل، په مالي چارو کې شفافیت، د ګمرکونو کره څارنه، د فساد کمول، د لویو اقتصادي پروژو پلي کول، او د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ.»

تر دې وړاندې، نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان اقتصادي لید ښه کېږي. د یاد راپور له مخې، تمه ده په دې سیمه کې اقتصادي وده په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۸ سلنې او په ۲۰۲۶ کال کې ۳.۳ سلنې ته ورسیږي.

د نړیوال بانک د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د سیمې اقتصادي لیدلوری ښه شوی دی، تمه کیږي چې اقتصادي وده به په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۸ او په ۲۰۲۶ کال کې ۳.۳ سلنې ته ورسیږي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د هېواد د اقتصادي ودې ستر لامل د نسبي ثبات رامنځته کېدل، له فساد سره مبارزه، روڼتیا او د زیربنایي پروژو پلي کېدل ګڼي. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا آفاق خبري آژانس سره د دې راپور په اړه وایي: «د اقتصادي او صنعتي پالیسیو غوره کول، د کورنیو صنعتونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه، د تولید زیاتوالی، پانګونې راجلبول او په وارداتو باندې د تکیې کمول هغه عوامل دي چې د هېواد له اقتصادي ثبات او ودې سره یې مرسته کړې ده.»

تر دې وړاندې نړیوال بانک د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو چې افغانستان لا هم د سوداګرۍ له کسر سره مخ دی او زیاته کړې یې وه چې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په پرتله د صادراتو کچه ۲۰ سلنه ټیټوالي ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *